داروپایی اتحادیې چارواکی د چین اقدام وستایه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75364-داروپایی_اتحادیې_چارواکی_د_چین_اقدام_وستایه
زمونږخبریال وایی داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست دمسولې ځانګړی سلاکارې میرمن ناتالی توچی (Natalie Tocchi)له ایران څخه د تیلو د وارداتو په غوڅولو کښې دامریکا له غوښتنې سره د مخالفت په اړه دچین د اقدام هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2018 10:31 Asia/Kabul
  • چین د روان میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې له ایران څخه د تیلو د اخیستلو اندازه له شپږویشتو (۲۶)فیصدو څخه پینځودیرشو (۳۵)فیصدو ته ورزیاته کړي وه .
    چین د روان میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې له ایران څخه د تیلو د اخیستلو اندازه له شپږویشتو (۲۶)فیصدو څخه پینځودیرشو (۳۵)فیصدو ته ورزیاته کړي وه .

زمونږخبریال وایی داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست دمسولې ځانګړی سلاکارې میرمن ناتالی توچی (Natalie Tocchi)له ایران څخه د تیلو د وارداتو په غوڅولو کښې دامریکا له غوښتنې سره د مخالفت په اړه دچین د اقدام هرکلی وکړ .

هغې نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه(۱) پیغام کښې له ایران څخه د تیلو د واردولو په غوڅولو کښې دامریکا له غوښتنې سره د مخالفت په اړه د چین اقدام داټومی موافقې د ساتلو لپاره د اغیزشیندونکی اقدام په توګه یاد کړ .

څه موده مخکې د امریکا دوو(۲) چارواکو وویل پیکینګ له ایران څخه د تیلو د اخیستلو له بندولو سره موافقت نه دی کړی او نوموړی  اقدام دغه اندیښنې  چې چین له ایران څخه دنورو زیاتو تیلو په اخیستلو سره دتهران د څنګ ته کولو لپاره امریکا هڅې تر اغیز لاندې ورولی زیاتوی .

دچین حکومت له ایران څخه د تیلو د لومړی او دترټولو ستر پلورونکی په توګه مخکې هم ویلی وو چې دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .

چین د روان میلادی کال په جولاۍ میاشت کښې له ایران څخه د تیلو د اخیستلو اندازه له شپږویشتو (۲۶)فیصدو څخه پینځودیرشو (۳۵)فیصدو ته ورزیاته کړی وه .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال دمی په اتمه(۸) نیټه له اټومی موافقې وتلو سره ویلی وو د نوامبر دمیاشتې ترڅلورمې(۴) نیټې پورې به دایران دتیلو صادرات صفر ته ورسوی .

په همدې لړ کښې امریکا دنړۍ له هیوادونو وغوښتل دایران پرضد د اقتصادی بندیزونو دیوې(۱) برخې په توګه له ایران څخه د تیلو ورادولو صفر ته ورسوی خو د چین په شمول دنړۍ ډیرو هیوادونو ویلی دی چې دامریکا غوښتنه نه منی .