Jan 22, 2023 19:30 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې 63

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

پاکستان په تېره اونۍ کې له بېلابېلو بدلونونو او خبرونو سره مخ وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وز ارت ویاندې ممتاز زهرا ویلي: پاکستان له ایران اسلامي جمهوریت سره د کډو پولو امنیت ته ژمن دی او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې د پاکستان له خاورې د ایران اسلامي جمهوریت پر خاورې برید وشي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د بلوچستان صوبې په پنجکور سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان په وروستۍ ترهګریزه پېښه کې، د دې هېواد څلور پوځیان ووژل شول. د ایران اسلامي جمهوریت تل له پاکستان سره د ګډو پولو امنیت ټینګولو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی. له دې سره، په پاکستان په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې ترهګریزې ډلې فعالې دي او تل یې د اسلامي جمهوریت پولیس او پوځیان په نښه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او د ایران اسلامي جمهوریت پوځي چارواکو، تل د ګډو پولو امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت پر ملي ګټو د بریدونو دوام ښيي چې د اسلام آباد دولت په دې اړه کوم جدي ګام اخیستی نه دی.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټین د پاکستان پوځ عمومي قوماندان عاصم منیر سره په ټلفوني خبرو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې. په دې وروستیو کې د سنتکام یا د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر،  مایکل کوریلا هم اسلام آباد ته په سفر کې، له عاصم منیر سره لیدنه او خبرې وکړې. که څه هم له عاصم منیر سره په مستقیم یا ټلفوني ډول د خبرو لپاره د امریکايي قوماندانانو پلمه، ده ته د پاکستان په لوړ پوځي مقام کې د ټاکل کېدو پخاطر د مبارکۍ موضوع ده، خو دا مسأله له څو اړخونو مهمه ده. لومړی: د پاکستان په کورني او بهرني بدلونونو او په هر ډول پرېکړو کې د دې هېواد د پوځ لوړ ځای دی. دویم دا چې د سیمې له هغې ډلې د افغانستان د ناورین مسائل،  د پاکستان د پوځ په ځانګړې توګه د هغه د استخباراتو سازمان یاني آی اس ای په واک کې دي. له هغه ځایه چې امریکا د افغانستان موضوع په ځانګړې ډول څېړي، غوره ګڼي چې د پاکستان پوځ له عمومي قوماندان سره په مستقیم ډول په تعامل کې وي. ځکه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د افغانستان او د هند تر کنټرول لاندې د کمشیر موضوع په اړه د پرېکړو وړتیا نه لري، له دې امله، امریکا غوره ګڼي چې په مستقیم ډول د پاکستان له پوځ سره کار وکړي. د سیاسي چارو کارپوه اسد الله زائري په دې اړه داسې وايي: امریکاپه ځانګړې توګه د افغانستان په چارو کې پاکستان ته د نږدې کېدو په حال کې ده، ځکه چې امریکا داسې فکر کولو چې له افغانستان څخه په شرموونکي وتلو سره، کولای شي د دې هېواد چاري د پاکستا له لارې کنټرول او و څاري، چې په عمل کې نه یوازې چې داسې ونشول، بلکې احساس کوي چې پاکستان په افغانستان کې په خپلو لوبو سره، په دې هېواد کې د واشنګټن برنامې او پلانونه له منځه وړي. له دې امله، شونې ده وکړای شي د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ له نوي مشر سره نوي تعاملات وکړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې د کشمیر موضوع یوازې د ملګرو ملتونو د هڅو او د دوی د پرېکړه لیک پلي کېدو له لارې د حل وړ ده. دا په داسې حال کې ده چې نوي ډهلي د کشمیر په موضوع کې له هر ډول بهرني لاسوهنو سره سخته مخالفه ده. پاکستان د ملګرو ملتونو له لارې د کشمیر موضوع حل، نه یوازې بهرنۍ لاسوهنه نه ګڼي، بلکې په دې باور دی چې دا سازمان د خپلو اصلي مسئولیتونو په برخه کې، باید د کشمیر موضوع د حل لپاره ګام واخلي او اجازه ورنکړي؛ د دې  سیمې ناورین نه یوازې د نوي ډهلي او اسلام آباد اړیکو ته زیان رسوي بلکې د هند براعظم پر ټولو بدلونونو منفي اغېزه کوي.  د هند او پاکستان اټومي وسلې درلودو ته په کتو د کشمیر ناورین حل یوه اړینه موضوع ده.

په تېره اونۍ کې افغانستان هم له بېلابېلو بدلونونو او پېښو سره مل وو. له هغې ډلې ترټولو مهم یې کابل ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي سفر او له طالب چارواکو او همدارنګه د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدنه ده. د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیاله آمنه محمد په دې سفر کې د بېلابېلو مسائلو له هغې ډلې: د مېرمنو د کار او د نجونو د زده کړو په اړه یې خبرې وکړې. کرزی هم د ملي خبرو له لارې په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کېدو غوښتونکی شو. له دې سره، ملګري ملتونه وايي: په نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړې، په مرستندویه برخو کې د دې بنسټ د فعالیت دوام له خنډ سره مخ کړی دی. په دې وروستیو کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه طالبانو ته د قناعت ورکولو په موخه د نړیوالو پلاویو سفرونه ډېر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې اړه هېڅ نرمښت ښودلی نه دی، په داسې حال کې چې د دې ډول سیاستونو دوام د افغانستان ټولنې ته سخت زیان  رسوي، په ځانګړې توګه دا چې ډېری مېرمنې د کورنۍ سرپرستې دي او د کور اړتیاوو چمتو کولو لپاره کار ته اړتیا لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې وروستیو ورځو کې ۲۴۷۷ افغان کډوال د ایران له اسلامي جمهوریت څخه خپل هېواد ته راغلي دي. وړاندې هم طالب چارواکو له ایرانه د افغان کډوالو له راستنېدو خبر ورکړی وو. دا د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د ژوند کولو شرایط د ښه کېدو په حال کې دي او ډېری کسان چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره له دې هېواده وتلي وو بېرته خپل ټاټوبي ته د ستنېدو په حال کې دي. شک شتون نه لري، هرڅومره چې طالبان په افغانستان کې د ژوند کولو ښه شرایط چمتو کړي، ډېری هغه کسان چې له افغانستان څخه وتلي دي بېرته به راستانه شي.

د سیاسي چارو کارپوه حسیني مزاري په دې اړه وایي: د افغانستان خلک باید خپل هېواد ته په ورستنېدو سره د بیارغونې کارونه پیل کړي. په ځانګړې توګه هغه افغان کډوال چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې ژوند کوي او په بېلابېلو صنعتي برخو کې کافي تجربې لري، کولای شي د افغانستان بیارغونې په برخه کې کار وکړي. دې ته په کتو چې په ایران کې افغان کډوال د خلکو ترمنځ او په ښارونو کې ژوند کوي، له دې امله، خپل هېواد ته د دوی ورستنېدل په خپلې خوښې او لېوالتیا سره ډېر ښه دی.

د ایران اسلامي جمهوریت او د افغانستان ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په دوام په تېره اونۍ کې، په هرات کې ایران اسلامي جمهوریت کنسول محمد صدیقي فر، د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره لیدنه او خبرې وکړې. د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا د دواړو لورو ترمنځ د خبرو محور وو. د ایران اسلامي جمهوریت د هرات برښنا چمتو کوي او په دې برخه کې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او اجازه نه ورکوي، چې د هرات خلک د برښنا او په نورو سوداګریزو برخو کې له ستونزو سره مخ شي. د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو په ډېره موده کې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او د دوی د اړتیاوو چمتو کولو په برخه کې هڅه کړې ده.  افغانستان د ایران د تمدنې حوزې یوه برخه ده او ډېری ژبني، دیني او کلتوري مشترکات لري نو له دې امله، د ایران اسلامي جمهوریت په هرډول شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترټولو اصلي ملاتړی هېواد دی. په ایران کې د میلیونونه افغان کډوالو شتون چې په ښارونو کې د خلکو ترمنځ ژوند کوي، د دې ښکارندويي کوي چې تهران تل د ستونزو په وخت کې د افغانستان د خلکو ملاتړی وو او اوس هم د دې هېواد خلک چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دوی ترڅنګ ولاړ دی.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه