Jan 23, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۲۷

ګرانو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د ایران د سیل په دوام کښې مو نن البرز ولایت ته بیایو، په دې هیله چې د ایران د دغه ولایت د کتنې او د هغه د مختلفو سیمو په اړه د معلوماتو په دې پروګرام کښې راسره تر پاې ملګرتیا وکړئ

البرز ولایت په ۵ زره ۸ سوه ۳۳ مربع کیلومیټره پراختیا سره د تهران په لویدیځ او د البرز غرونو په جنوبي لمنه کښې پروت دی. دغه ولایت په ۱۳۸۹ لمریز کال کښې د ایران د اسلامي شورا د نمایندګانو په تصویب سره په رسمي توګه جوړ شو او کرج ښار د ولایت د مرکز په توګه غوره شو. د دغه ولایت نوم د البرز د غرونو له لړۍ اخیستل شوی دی چې د ولایت له شمال څخه تیریږي. د البرز ولایت مرکز کرج د تهران ښار شمال لویدیځ لوري ته په شل کیلومیټره واټن کښې راځي چې دا کمه فاصله د ایران د ولایتونو د مرکزونو ترمینځ نادره ده.

د کرج پراخه دښته د سمندر له سطحې په ۱ زر ۳ سوه او ۲۰ میټرو په لوړوالي سره د البرز غرونو په ذریعه په شمال کښې له مازندران ولایته جلا شوې ده. دغه ولایت د مرکزي البرز غرونو، چالوس درّې او د کرچ سیند په شمالي سیمه کښې د راتلو په وجه د کال په سړو موسمونو کښې یخه او مرطوبه هوا لري. د دغه ولایت لوړې او ژورې د «غریزو سیمو»، «د غره د لمنو» او «د هوارو میدانونو» په دریو برخو ویشل کیږي. داشاان ښه شمالي سیمو کښې د دغه ولایت آب و هوا معتدله او لږه سړه او په جنوبي دښته کښې معتدله ده.  

د دې سیمې له مهمو غرونو څخه د ونتار یا آسارا غر، سیکنو غر، هفت خان غر او کرچان غر ته اشاره کولې شو. په دغه ولایت کښې ګڼ سیندونه هم جاري دي. ځینې داسې لرغوني آثار چې لرغونوالی یې له شپږو زرو کالو اوړي، په نظر آباد ولسوالۍ کښې د ازبکي لوړې په نامه سیمه کښې موندل شوي دي.  د ازبکي په پراخې سیمې کښې لس ارزښتناکې لرغونې غونډۍ شاملې دي چې لرغون پیژاندو په دې وروستیو کلونو کښې د شپږو څیړنه کړې ده. پر دې سربیره د البرز ولایت په ځینو نورو سیمو کښې هم لرغوني آثار ترلاسه شوي دي چې په دې سیمه کښې له ډیر پخوا راهیسې د انساني ژوند ښودنه کوي.

*/*/*/*/

البرز ولایت د کرهڼې په برخه کښې د غوره موسمي شرایطو د لرلو په وجه ښیرازه ځمکه، د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د مناسب او ښه کیفیت، په ځینو سیمو کښې د دویم او دریم کښت د شرایطو شتون، ټول هیواد ته د ورکولو لپاره د نیالګیو شتون او په تیره بیا د کرهڼې په برخه کښې د استعمال شویو اوبو د پاکولو او دوباره استعمال امکان لري او په دې وجه د کرهڼیزو محصولاتو د تولید په برخه کښې د ایران ډیر مهم ولایت ګڼل کیږي.

البرز ولایت کښې د کار زیږونې زمینې پریمانه دي چې په کښې د تبدلیي او خوراکي صنایعو پراخوالي، د ګلتوني کښتونو په پراختیا کښې د پانګونې د زمینو شتون، د هوايي ډګر په شتون سره د صادراتو د پراختیا امکان او داسې نورو ځانګړنو ته اشاره کولې شو. په البرز ولایت کښې له فعالو نورو صنایعو څخه د چونې او ګچو د کاڼو د معدنونو شتون او د ودانیزو، مِسو، سکرو ډبرو، مالګې، سیلیکا او د شږو د معدنونو شتون د دغه ولایت اهمیت زیات کړی دی. له له دې د کرج ولایت ډیر خلک د خدماتو، صنعت او کرهڼې په برخه کښې په کارونو بوخت دي.

*/*/*/*

د کرج ولایت د سیاحتي ځایونو د لیدو لپاره مناسبه ده چې له کرج ولسوالۍ او د هغې له مرکز کرج ښار سره لاډیر اشنا او بلد شو. کرج ولسوالي د مرکزي البرز د جنوبي او د کویر دښتې په لویدیځه څنډه کښې پرته ده. د موسمي طبقه بندۍ له نظره، کرج ولسوالي د مرکزي فلات (یعنې غرنۍ هوارې ځمکې) په ګرمې او وچې  آب و هوا کښې راځي. د دغه موسم په ځانګړتیاؤ کښې لږ نسبي نم والی او د هوا د تادوخې د بدلونونو زیاتوالی شامل دی. د سیمې لوړې، د هغو موسم ته په پام سره د غرنیو، مرکزي او د غرونو د لمنې د مرکزي برخې، او جنوبي دښتې په دریو سیمو ویشل کیږي. په غرنۍ سیمه کښې ختیځ لوري ته حصار او بیلقان غرونه او په شمال کښې یې بیجه کوه، سیاه کلان او آتشګاه او ورزان شامل دي. دغه غرونه د سمندر له ۱ زر ۱ سل ۴۰ میټرو واخلې تر ۲ زره ۲ سوه ۳۰ میټرو پورې لوړوالی لري او اکثره په واورو کښې ډوب وي.  

د غرونو د لمنو او د مرکزي دښتې لوړوالی بیا د سمندر له سطحې نه له ۱۲۰۰ واخلې تر ۱۴۰۰ میټرو رسیږي او د کرج ښار او د خواشا د استوګنو سیمو ستره برخه په دغې سیمې کښې راځي.

*/*/*/*/*/

د کرج سیند د البرز غرونو له جنوبي ګوټ څخه د خرسنګ غره د اوبو سره زیرمو سرچینه اخلي. د دغه سیند اوږدوالی ۲۲۰ کیلومیټره دی او ورباندې د چالوس لوې لارې په خوا کښې د امیر کبیر په نامه ستر بند وهل شوی دی چې د تهران ښار د څښلو د اوبو پر برابرولو سربیره، د کرهڼې ۷۵ زره هیکټاره ځمکه غړوبوي.

د بند خواشا سیمه او هم داشان د کرج سیند په غاړو باندې د سیاحت ښایسته ځایونه دي. د کرهڼې د فعالیتونو له نظره د غنمو، جوارو، دالونو، سبزیانو، د میش محصولاتو، مالوچو، چقندرو او مخختلفو ګیاهانو په شان محصولات په سیمه کښې کرل کیږي. په دې سیمه کښې د کرهڼې د ځمکې یوه برخه د میوو په باغونو مشتمله ده

کرج ولسوالي له دې امله چې د ایران د ارتباطي لارو د شبکې په مسیر کښې پرته ده، ځانګړی اهمیت لري. د تهران-قزوین لویه لاره او هم داشان د تهران-تبریز د ریل پټلۍ له هم دې ولسوالۍ تیریږي چې ورسره یې اهمیت لازیاتیږي. کرج ښار د ولسوالي د مرکز په توګه د ښاري مرکزونو او کلیو او وړو آبادیو ترمینځ د پراخ تجارتي او مبادلاتي فعالیتونو مرکز دی. کرهڼیز او د مالدارۍ محصولات هم د ده ښار له لارې سیمې ته رسیږي. کرج ښار د کرهڼیزو او صنعتي فعالیتونو او له پلازمینې تهران سره د ګاونډیتوب په وجه، د خلکو د ورمخه کونې او هلته د دیره کیدو له نظره له تهران وروسته دویم ستر ښار دی.

*/*/*/*/

د کرج ولسوالۍ د تاریخي مخینې په هکله مکتوبې سرچینې ډیرې لږې دي. کرج ټاټوبی د تاریخ په اوږدو کښې په شمال کښې د کاسپین سمندرګي د څنډې له سیمو، په لویدیځ کښې د قزوین له خاورې او په ختیځ کښې له ری سره د ګاونډ په وجه د ډیرو بدلونونو او پيښو کتونکی پاتې شوی دی او شک نشته چې دغو بدلونونو او بهیرونو په کرج او د هغه په خلکو باندې پریمانه اغیزې لرلې دي. د البرز د غرونو د لړۍ لمنه، له پخوا راهیسې د مناسبې آب و هوا او د روانو سیندونو او د ډاډمنو پناه ځایونو د لرلو په وجه تل د مختلفو قومونو او ډلو د لنډمهاله او داښمي پاتې کیدو ځاې پاتې شوی دی.

د تاریخي اسنادو او سرچینو له مخې، دغه ټاټوبی له اسلامه په مخکښې پړاؤ کښې مسکوني و. د کرج ښار په اطرافو کښې د آق تپه او مرد آباد د لرغونو غونډیو په شان آثار، د شاه دِژ، قلعه دختر، قلعه کلک، قلعه سنګ کسیل په شان قلاګانو او معبدونو بقایاوې، او هم  د ښار په جنوب کښې د تختِ رستم او تختِ کیکاووس په شان د تختګاهو شتون او داسې نور تاریخي او لرغوني آثار، دا موضوع تاییدوي.

*/*/*/*/

د تاریخي سرچینو او شواهدو له مخې، ری ښار ته د قافلو تګ راتګ د مغولو له حملې نه تر مخکښې پورې د سګز آباد او شهریار له لارې ترسره کیده خو د مغولو په حکومت کښې دیومې لارې یعنې د قزوین- کرج لارې ته ترجیح ورکړې شوه او د کرج د لوې لارې په څنډه کښې د سرایو، قلاؤ او پلونو په شان پاتې تاریخي آثار د دې خبرې نښه ده. روایت دی چې د چنګیز خان لمسي هلاکو خان له دغه ټاټوبي په تیریدو سره په الموت کښې د اسماعیلیانو د قدرت مرکز له مینځه یوړه.

د کرج ښار په ورودۍ کښې د صفویه پل د تاریخ په لوستلو سره دا احتمال پیاوړی کیږي چې د صفویانو د حکومت په دوران کښې موجود پل، د هغوي له پړاوه به مخکښې دورانونو پورې د اړونده پخواني پل په بقایاؤ جوړ شوی دی. په صفویه پړاؤ کښې له جوړو شویو نورو ودانیو څخه په کرج کښې امامزاده حسن د مزار نوم اخیستی شو. کله چې آقامحمد خان قاجار په ۱۲۱۰ لمریز کال کښې تهران د ایران پایتخت اعلان کړ، کرج ورسره د نزدې والي په وجه ورځ تر بلې لاآباد او بااهمیته شو.
*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه