Jan 28, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په څو اروپایي هیوادونو کې قرآن شریف ته د سپکاوی په غبرګون کې تاکید وکړ: د بیان د ازادی تر شعار لاندې قرآن کریم له لیونتوبه ډکې سپکاوۍ ښودنه کوي چي د اسلام بنیاد او قرآن کریم  د استکبار د ګوزارونو هدف دی.

حضرت ایت الله خامنه ای جوته کړه: د استکبار له دسیسو سربیره، د قرآن کریم ځلا ورځ تر بلې زیات ښکاره کیږي او راتلونکی د اسلام لپاره دی، د نړۍ ټولو ازادي غواړو باید د مسلمانانو تر څنګ د مقدساتو له سپکاوی او نفرت خپرونې سره، مقابله وکړي.

د ډنمارک د سختې کرښې د ښي پال ګونډ سرغنه راسموس پالودان د سوېډن په پلازمینه استکهلم کې د ترکیې د سفارت مخې ته، د پولیسو تر حمایت لاندې په سختو امنیتي تابیاو کې د قرآن شریف یوې نسخې ته اور واچول، د پالودان دغه اقدام د مسلمانانو او اسلامي هیوادونو له سختو غندنو سره مخ شو او له هغه څخه د ملاتړ په خاطر د سوېډن په حکومت هم سختې نیوکې وشوې.

د ایران د اسلامي جمهوری ولسمشر سید ابراهمی رئیسي هم په اروپا کې د قرآن شریف سپېڅلی ساحت ته د سپکاوی په غندلو سره، ټینګار وکړ: هغه کسان چي قرآن کریم او د متعال خدای تر ټولو د غوره مخلوق یعني پیغمبر اکرم ص سپکاوی کوي، په دې پوه شي چي د هغوی دا اقدام د ټولو ابراهیمي مذاهبو او د ټوله بشریت د سپکاوی معنا ورکوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د آذربایجان د جمهوریت په سفارت باندې د برید ترهګریزتوب، مردود وباله او وویل: دا برید د شخصي موخو او انګېزو په بنیاد تر سره شوی دی.

د جمعې په ورځ په تهران کې یو بریدګر د اذربایجان د جمهوریت په سفارت باندې ډزې وکړې چي پکښې د سفارت د ساتونکو مسئول ووژل شو او دوه نور ساتونکي ژوبل شول، بریدګر د پولیسو له لورې تر نیول کېدو وروسته، د اذربایجان د جمهوریت په سفارت باندې د برید موخې، شخصې وبللې.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره شپه د آذربایجان د جمهوریت له سفیر سره، په یوه خبري غونډه کې په تهران کې د دې هیواد د سفارت د خالي کېدو خبره مردود وباله او وویل: هڅه کوو اړیکې مو د پخوا په کچه دوام وکړي، نفسیاتي ارامښت بیرته واکمن شي او مناسبه پریکړه وشي. په تهران کې هم د اذربایجان د جمهوریت سفیر د ایران د خارجه وزیر د تعقیبونو او په ټپیانو د پوښتنو په قدرونې سره، وویل: اوسمهال د ټپیانو حالات ښه دی. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دې پېښې د هر اړخیزو پلټنو امر ورکړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند، د اسرائیل د نیواکګر رژیم د روزمره جنایاتو په وړاندې د مسئولو نړیوالو ټولنو او په لوېدیځ کې د بشري حقوقو د دروغجنو مدعیانو چوپتیا شرموونکی او خواښینوونکی وباله.

د صهیونیستي رژیم فوځیانو د جنین په کېمپ باندې په برید سره، ۹ فلسطینیان یې په شهادت ورساوه او ۲۰ تنه نور ټپیان کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د فلسطین له ځورېدلی ولس او د نیواکګرو په وړاندې له مشروع مقاومت څخه د اسلامي هیوادونو د ږغملي اقداماتو او د ملاتړ غوښتونکی شو څو د صهیونیست رژیم د بشري ضد او ترهګریزو اقداماتو مخه ونیول شي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اروپایي اتحادیې د وروستیو بندیزونو په ځواب کې د هغو اروپایي کسانو او ارګانونو لیسټ خپور کړ چي د ایران له لورې بندیزونو کې شامل شوي دي.

په دغه نوي لیسټ کې چي د چهارشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت له لورې خپور شو، د دریو اروپایي ارګانونو او ۲۲ چارواکو نومونه شامل شوي دي، همدارنګه یوه برتانوی شرکت او ۸ نور برتانوي چارواکي هم په یاد لیسټ کې ورزیات  شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلې چي په یادو کسانو او اداراتو باندې له ټروریزم څخه د ملاتړ او د ایران د ولس په ضد د تاوتریخجنو اقداماتو، د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنو، د ایران د ولس او حکومت په ضد د زهرجنو تبلیغاتو د ترسره کولو او د ایران په ضد په اقتصادي ټروریزم منجمله بندیزونو کې د رول لوبونې د امله  بندیزونه لګېدلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له هغه وروسته د اروپا او برتانیې په یو شمېر چارواکو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول چي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې د چهار شنبې په ورځ د ایران د پارلمان په یو شمېر استازو، د عدلي چارو په مسئولینو، فوځیانو او پولیسو او فرهنګي فعالانو باندې بندیز ولګول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د صحت عامې وزیر  وویل چي ایران په تېر کال کې په نړیواله سویه کې ۱۵ علمي رتبه تر لاسه کړې ده.

د ایران د صحت عامې وزیر بهرام عین اللهی د دې په بیانولو چي ایران په علمي ډګر کې له ۱۶ مقام څخه ۱۵ ته رسېدلی، جوته کړه: په ایران کې د علمي پرمختګ او د څېړنو د ودې د چټکتیا فیصدي، ۷ اعشاریه ۴۲ ده، خو په طبي ډګر کې د ودې چټکتیا له دغه  هم زیاته یعني ۸ اعشاریه ۲۳ فیصدو ته رسېدلې ده.

عین اللهی دې ته په اشارې سره، چي د اسلامي انقلاب د لاسته راوړنو یوه لویه برخه طبي ډګر ته ورګرځي، وویل: نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د روغتیا د نړیوالې ادارې په اعتراف سره، په خپلو ځایي پوهانو د زیارونو په نتیجه کې په ټولو روغتیایي او طبي ډګرونو کې د لوېدیځې اسیا تر ټولو پرمختللی هیواد ګڼل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې د پارلمان له مشر سره، په ملاقات کې ټینګار وکړ چي د تهران او مسکو تر مینځ اقتصادي اړیکې په دوامداره توګه په پراخېدو دي.

رئیسي زیاته کړه: دواړه هیوادونو په مختلفو سوداګریزو، انرژیو، ټرانزیټ او ټرانسپورټي ډګرونو کې ډول ډول ظرفیتونو څخه برخمن دي چي کولایشي د فعاله ملګرتیاو له ودې سره مرسته وکړي.

د روسیې د پارلمان مشر ویاچسلاو والودین هم وویل: روسیه هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په ډګر کې همدغه شان نظر لري او مسکو د دواړو هیوادونو د مشرانو د هوډ په بنیاد، د ملګرتیاو د دوامداره ودې لپاره هڅه کوي.

 

 

 

 

 

 

 

گوینده /

د ایران خارجه وزیر د سې شنبې په ورځ د اکو د اقتصادي همکاریو په غونډه کې چي د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې جوړه شوې وه، وویل: په وروستیو کلونو کې نړیوال بدلونونه او زمونږ په سیمې د هغو بدلونونو اثرات، د سیمې د هیوادونو تر مینځ د همپالنې او د ملګرتیا اهمیت دوه چنده کړې ده.

حسین امیر عبداللهیان د دې په بیانولو چي اکو باید په سیمې کې دننه د هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د پراختیا لامل وګرځي، د نړیوالو کنوینشنونو په بنیاد د اکو د غړو هیوادونو تر مینځ په ټرانزیټي ډګر کې د همکاریو د پراختیا غوښتونکی شو.

هغه د اکو د غونډې په ترڅ کې د پاکستان، ازبکستان، تاجیسکتان او اذربایجان د خارجه وزیرانو په شمول له خپلو سیالانو سره، خبرې اترې وکړې او د ازبکستان له ولسمشر سره، په لیدنه کې، هغه ته بلنه ورکړه چي تهران ته سفر وکړي.

 

 

ټیګونه