Jan 26, 2023 15:16 Asia/Kabul
  • نوښتونه(۶۶)

د رویان د دغه څیړاندي په وینا د لومړنی مادې په توګه له کیتوسان استفاده او د هغه په جوړښت کې د ځینو نورو کیماوی اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره ګټه پورته کول د نویو پولیمري موادو په معرفي کولو کې زمونږ یوه بله څیړنه ده

 

د یوه پوه بنسټه سرکت څیړاندي په انساني ، بوټو او حیواني سرچینې سره د داسې پولیمرونو په تولیدولو کې بریالی شول چی په درملیزو او طبي تولیداتوکې کارندوالې لري . د  رویان پوهنځای د علمي پلاوي غړي ډاکټر حامد دایمي په وینا د رویان په پوهنځی کې مو خپل تحقیقات له اووه کلونو راهیسې د بایومیډیکل د کارندوالو لپاره د طبیعي پولیمرونو د جوړښت د اصلاح په زمینه کې یوه ستره پروژه پیل کړه . دغه اصلي پروګرام په انساني ، بوټو او حیوانی سرچینې سره د پروټینی او غیر پروټینی پولیمرونو او پولیسکاریډونو د اصلاح په ارتباط ده .

د دغه څیړاندي په وینا له دغو پولیمرونو د یوه الژینات طبیعی دی او د غاښونو د چوکاټ د موادو د تولید په شان محصولاتو په جوړولوکې  استفاده کیږی . الجینیټ هغه ماده ده چی په اوبویا د اوبو په چاپیریال  کې د حل کیدا له امله د پنډوالي ځانګړنه رامینځته کوي . همدې لپاره په خوراکي صنایعوکې د پنډونکي په توګه کارول کیږي . کیتوسان هم یو طبیعي پولیمر دی چی د کنی کبر یا خرچنګ په شان له سخت پوستانو ویستل کیږي په نویو پټیوجوړولو کې ترې استفاده کیږي .

ډاکټر دایمي زیاتوی چی په وروستیو کې مو په  څو مختلفو څیړنوکې ښودلی ده ، الجینیټ  کله چی له ساده کیماوی غبرګونونو سره اصلاح شي نو له ځانه خاصې ځانګړنې ښودلې شي .د بیلګې په توګه سلفیټ الجینیټ  هغه یو مواد دی چی هغه په اړه ډیرې څیړنې شوي دي او د نړۍ په سویه د یوه پرمختللې ډلې په توګه مو جالبې نتیجې ترلاسه کړي دي .

د دغه څیړاندي په ویناد سلفیټ  الژینات هغه ماده ده چی د هپارین په توګه عمل کولې شی او د وینې د انعقاد خنډ کیدلې شی . ډاکټر دایمي په دوام کې وایی چی په یوه وروستۍ څیړنه کې چی د کاربوهایډریډ پولیمر په معتبره مجله کې چاپ شوی ، له دغې مادې د یوې مصنوعی رګې چی د انعقاد ضد ځانګړنه لري ، استفاده کړی ده . دغه ماده همداراز التهابی ضد اغیزې لري او په بله څیړنه کې کې مو له همدغې ځانګړنې په استفادې سره وښودله چی دغه ماده په شوګر اخته مږکانو د وینې د شوګر د اوږدمهال کنټرول لپاره د یوه مطلوب پولیمر په توګه استفاده کیدلې شی . په بله څیړنه کې مو وښودله چی سلفیټ الژینات د غضروفود ژورو تاوانونو د درملنې په کارندوالی سره د جیل جوړولو لپاره استفاده کیدلې شی . د یادولو ده چی دغه پروګرام هم د ستاینې وړ وګرځیده .

ډاکټر دایمي وایی تاکل شوی ده دغه پولیمرونه د مصنوعي رګونو په تولیدکې چی حاضر دمه له تیلو محصولاتو ترلاسه کیږی ، د استفادې وړ وګرځي . د دغې ډلې ورستیو نتیجو وښودله چی مصنوعی جوړه شوی رګه کله چی د مږک په بدن کې کیښودل شوی ده ، له پینځو میاشتووروسته پکې کومه ستونزه نده رامینځته شوی او حیوان هم ژوندې دې .

د رویان د دغه څیړاندي په وینا د لومړنی مادې په توګه له کیتوسان استفاده او د هغه په جوړښت کې د ځینو نورو کیماوی اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره ګټه پورته کول د نویو پولیمري موادو په معرفي کولو کې زمونږ یوه بله څیړنه ده . کیتوسان هغه ارزښتمنه ماده ده چی د زخم پوشونو د جوړولو لپاره ترې استفاده کیږی خو د هغه اصلی ستونزه د زخم یا ټپ په ځای او حجرو زیاته خښیدل دي . یوه ښه پټۍ باید له زخمه په اسانۍ سره جلا شی تر څو د زخم ځای بیا تاوان ونه ویني خو کیتوسان دغه ځانګړنه نلری .

په یوه بله بریا کې ایراني محققان وتوانیدل د معدې د کینسر د درملنې لپاره د شنګار بوټی اغیز معلوم کړي . د دغې څیړنې نتیجو وښودله شنګار بوټې د معدې د کینسر د احتمالی درملنې لپاره د یوه اغیزمن کاندید په توګه  کارول کیدلې شی .

د ایران د جینیټیک زیرمو د ملی مرکز د علمي پلاوی غړي ډاکټر علیرضا دانشوراملی د معدې سرطان د ډول ډول کیسنرونو ترمینځ دریم وژونکی کیسنر په توګه یاد کړی دی . HER2 جن د اپیدرمی ودې د فاکتورونو له کورنۍ دی . HER2 جن بدلونونه په ‌ډول ډول تومورونو کې موندل کیږی . داسې ښکاری د HER2 جن د بیان کمیدا د تومور د ودې مخنیوې کولې شی . د دغې څیړنې نتیجې  په ایډوانس ټریډیشنل میډیسن مجلې کې چاپ شوی دي .

د انسانانو د ژوند د ژغورنې لپاره د وینې ډالۍکول مرسته کوی خو د هغه غوښتنه له زیرمو ډیره زیاته ده او او دوینې د ګروپ تطبیق یو بل چیلنج دې چی په معمول توګه سبب کیږی ناروغان ډالۍ شوی وینې ته لاس رسی ولرلې  شی . په دې مینځ و میان کې د وینې د کمښت لپاره وه جالبه ځای ناستی روده په ازمښت ځایونو کی د وینې د حجرو زیات تولید دې . دغه حجرې په دې ډول تنظیم کیدلی شی چی د اړتیا وړ وینې ګروپ ولرلې شی . څیړاندو لسیزې لسیزې دغه هدف ته د رسیدا لپاره تحقیقات ترسره کړي دي . اوس هم د لومړی ځل لپاره په ازمښت ځای کې تولید شوی وینه انسانانو ته بچاری شوی ده . دغه بهیر د وینې د انتقال بهیرکی مهم بدلون راوستلی شی او  په همدې لړ کې یو بالینی ازمښت دهغې د ایمنی معلومولو لپاره روان دې .

دغه ټیکنیک له ډالۍ کونکی د وینې په ترلاسه کولو سره پیلیږي . خو په دغه بهیرکې څیړاندي د سرو ګلبولونونو په ځای د وینې د اساسی حجرو په جلا کولوپسې دي . دغه ایزوله شوی حجرې له ۱۸ تر ۲۱ ورځو په یوه محلول کې کیښودل کیږی تر څو تکثیر شی او په تکامل موندونکیو وینې حجرو بدلې شی . په بله مرحله کی دغه حجرې خالصه کیږی او زیرمه کیږی تر څو د انتقال لپاره چمتو شی .

د ریسټور په نوم یوبل نوې بالینی ازمښت برابر شوی تر څو د وینې د حجرو د انتقال ایمنی زیاته شی او د انسان په بدن کې د هغو د پاتی کیدا وخت موده جوته شی د وینې سره ګلبولونه معمولا ۱۲۰ ورځې عمر کوی خو ډالۍ شوی ګلبولونه په مختلفو عمرونو سره په  اتفاقی نمونو مشتمل دي . خو په ازمښت ځای کی تولید شوی وینه کاملا تازه ده او احتمالا تر ۱۲۰ ورځو عمر کوي .

په دغه ازمښت کې لږ تر لږه لس ګډون کونکي د وینې کمه اندازه یعنی له ۵ تر ۱۰ میلی ګرمو پورې د وینی سره ګلبولونه ترلاسه کوی ، هر ګډون کونکی د څلور میاشتو په واټن سره د وینی دوه انتقالونه ترلاسه کړل چی یو پکې د ازمښت ځای د وینی سره ګلبولونه او بله معمولی وینه وه . په بله پړاو کې ترلاسه کونکي د سایډ افیکټ د معلومیدا لپاره تر څارنی لاندې راځی . په دغه ازمښت کی تراوسه دو ګډون کونکیو د ازمښت ځای سره ګلبولونه ترلاسه کړی دی . د څیړاندو په وینا په هغوکې هیڅ سایډ افیکټ ندی موندل شوي ،.

هغه سره ګلبولونه چی په لیبارټري کی تولیدیږی په زیاتو تحقیقاتو سره له معمولی وینې زیاتې ګټې ولرلی شی . د هغو کسانو لپاره چی شرایط لري په دوامداره توګه وینې ته ضرورت لری ، د وینې د حجرو اوږدعمر سبب کیږی د وینې د ترلاسه کولو واټن زیات شی . همداراز د وینې د ډالۍ کونکی او ترلاسه کونکی ترمینځ د تطبیق اړتیا له مینځة ځي او احتمالا د یوه خاص ګروپ د وینې کمښت هم ختمیږي .

پای

 

 

 

 

ټیګونه