Jan 28, 2023 15:48 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

د امریکا د تیکنالوجۍ سترو شرکتونو په پراخه توګه د خپلو کار کونکیو شمیر کم کړی دی .

د امریکا په پوله کې دغیر قانوني کډوالوشمیر اوج ته رسیدا

په امریکا کې د تیکنالوجۍ له سترو شرکتونو د لسګونو زره کارمندانو ویستل

د امریکا په رسندویوکې د خبریالانو پرله پسې ویستل

او یوکرین ته د سپین چک له ورکولو د امریکایی سناتورانو ډډه کول د امریکا د تیرې اونۍ مهمې پیښې وې .

د بایدن د ولسمشرۍ په پړاو کې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې د مکسیکو پولې له لارې د امریکا خاورې ته دکیوبا او نیکاراګوې  غیرقانوني کډوالو شمیر خپل اوج ته رسیدلی دی . د کډوالو غیر عادی ورتګ  میکسیکو ته د کیوبا ، هایټی ، نیکاراګوی او ویزویلا ښاریزو د ورستنولو لپاره د بایدن دولت د تابیاو له اجرا کیدا وروسته پیل شوی دی . د امریکا د سرحدی ساتنې او کسټم سازمان ویلی دی پوله ساتونکیو ځواکونو په تیر دسمبر کې ۲۵۱ زره او ۴۸۷ ځله د میکسیکو په پوله کې د کډوالو د شړلو اقدام کړی دی چی د نومبر میاشتې په نسبت اوه فیصده او له هغه یو کال مخکې دسمبر په پرتله ۴۰ فیصده زیات شوی دی . . په تیر دسمبر میاشت کې هم د امریکا خاورې ته د کیوبا د ښاریزو ۴۳ زره ځله د ورتګ مخه نیول شوی ده چی د تیر نومبر په نسبت ۲۳ سلنه زیات شوی او ورته پړاو په نسبت ۵ برابره  زیات شوی دی . د امریکا پوله ساتو ځواکونو د ایکواډوراوپرو کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کړی دی . د نیکاراګوی ښاریزهم په دغه موده کې څه د پاسه ۳۵ زره ځله د امریکا خاورې ته له ورتګه منعه شوی دي چی د نومبر په نسبت ۳ فیصده او د دسمبر په نسبت کابو ۲ فیصده زیات شوی دی . په ټګزاس ایالت کې د الپاسو ښار د کیوبایی اونیکاراګویی کډوالو په ورتګ پسې  په پرله پسې دریمې میاشتې لپاره له امریکا سره د مکزیک په پوله کې په ډیرې ګڼې ګوڼې پوله ایزې لارې بدل شو ی دې . الپاسو په تیرواونیوکې دغه ښار ته د بایدن د جنورۍ له اتمې نیټې مخکې سفر چی له مکزیک سره سرحدی سیمې ته د هغه لومړنې سفر وو،له هغو کډوالو ډک شوی ووچی امریکاته د خپل مهاجرت د غوښتنې ددوسیود تعقیبولو لپاره  ورغلی وو . خو امریکا ته د وینزویلایی ښاریزود ورتلونکیو شمیر کم وو . بایدن په جنورۍ میاشت کې وویل امریکا به په میاشت کې له کیوبا ، هایټی ، نیکاراګوی  او وینزویلا تر ۳۰ زرو کسانو پورې انلاین غوښتنې ، د الوتکو د عوارضو پرې کولو ، د مالی ملاتړي موندلو او د بشر دوستانه مشروطې ازادۍ د قانون په اساس ومني او هغو ته به په امریکا کې تر دو کلونو پورې د ژوند او کار کولو اجازت ورکړل شي .

د امریکا د تیکنالوجۍ سترو شرکتونو په پراخه توګه د خپلو کار کونکیو شمیر کم کړی دی . ګوګل ، امازون او نورو سترو شرکتونو په زرګونو کارکونکي ویستلي دي . الفابټ شرکت د تیکنالوجۍ په برخه کې نوی شرکت دې چی خپل کارکونکي کموي . دغه شرکت د خپلو شپږ فیصده کارکونکیو د کمولو خبر ورکړی دی . د دغه شرکت اجرایی مدیرخپلو کارکونکیو ته دایمیل په ورلیږلوسره وویل له یوه متفاوت اقتصادي وضعیت سره مخامخ شوی دی . ګوګل هم خپل دولس زره کارکونکي کموي .دغه شرکت د کرونا په وخت کې د خپلو کارکونکیو شمیر زیات کړی وو . مایکروسافټ هم دې اونۍ اعلان وکړ خپل کابو لس زره کارکونکی کموي . تمه کیږي د امازون شرکت د کارکونکیو کمول په اتلس زره کسانو اغیز وشیندي . دغه ټول په داسې حال کې دي چی د مټا شرکت تیر کال اعلان وکړ خپل ۱۱ زره کارکونکي تعدیلوي . د ټیکنالوجۍ په زمینه کې وړکوټی شرکتونه هم خپل کارکونکي کموي .

په داسې حال کی چی د بیکارۍ اندازه درې نیم فیصده ده ، کارپیژاندي وایی ویستل یوازې په ټیکنالوجۍ برخې ته محدود دي . په زیپرکروټر شرکت کې لوړ رتبه اقتصاد پوه جولیاپولاک وایی هغه پوښتنه چی مطرح کیږي دا ده چی ایا دغه بهیر موقتی دې یا دا چی یو عظیم بهیر په لاره کې دې .

د امریکا مرکزی بانک اټکل کوي سږ کال د بیکارۍ اندازه څلور اعشاریه شپږ فیصدو ته ورسي . دا په داسې حال کی دي چی د امریکا مرکزی بانک د ګټې د زیاتولو په حال کی دی او دا په دې معنا دې چی یومیلیون او اته لکه نور امریکایان به خپل کار له لاسه ورکړي . په لسګونو زره کارکونکي اوس په داسې شرایطوکې دي . د دغو کارکونکیو لپاره څومره سخته ده چی خپل ځان لپاره کار پیدا کړې شي ؟دا اسانه کار ندې  ، خو نوی شمیرنې ښی چی په امریکا کې لس میلیونه او پینځه لکه شغلونه وجود لري .

دغه د ټیکنالوجي مهم شرکتونه په داسې حال کی خپل کارکونکي کموي چی له کلونو وروسته د نړۍ د اقتصاد د ودې په اړه اندیښنې موجودې دي .

د امریکایی رسندویو په تحریری برخو کې ګمارل له سخت کمی سره مخامخ شوی دي او له دغو ۱۱۴ زره خبریالانو ۸۵ زره خبریالان له ۲۰۰۸ تر ۲۰۲۰ کلونو ترمینځ کم شوي دي .ژمې په امریکایی رسندویوکې د کارکونکیو په ویستلو سره یوځای دی چی بدو اقتصادي شرایطو حالات خراب کړي دي . ډیرو خبریالانو د این بی سی ، سی این این وغیره چینلونو وار مخکې اقدام کړی دی او په دسمبر کې یې د خپلو احتمالي ویستلو مخکې وتل اعلان کړي دي .

د خبریالۍ استاد کریس روش وایی که څه هم دغه ویستل د ګوګل په شان د سترو شرکتونو د ویستلو په شان ندي خو امریکایی رسندوې هم د تبلیغاتو د عاید له کمی او اقتصادی ځوړتیا سره مخامخ شوي دي زیاته کړه په دغو کې ډیرورسندویو د خپل مخاطبانو د زیاتیداپه هیله پراختیا موندلی ده .

په ځای رسندویو کې د کارکونکیو ویستل زیات دي . د رایټر کیلډ اف امریکا ایسټ اتحادیې له دغه بهیر د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلی دی خبریالي له مودو راهیسې تر دباو لاندې ده او ځینې شرکتونه داسې ښکاری فکر کوي چی اوس د کاری ځواک د لګښتونو د کمولو لپاره مناسب وخت دې . په واشنګټن پوسټ کې د انتشاراتو مدیر فرډرایان په دسمبر میاشت کې خبرداری ورکړ چی د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د دغه شرکت یو څو فیصده کارکونکي چی ۲۵۰۰ کسان کیږي ، تعدیل شي .

جمهوري غواړي او دیموکرات سناتورانو ویلی دی یوکرین ته د سپین چک وړاندی کولو ته حاضر ندي خو د روسیې په وړاندی به له دغه هیواده پوځی ملاتړوکړي . دیموکرات سناتور ریچرډ بلومنټل او جمهوری غواړی سناتور لیندسی ګراهم په کی ایف کې له اوکرایني چارواکو سره په کتنه کې وویل هغو یوکرین ته د سپین چک د وړاندی کولو غوښتونکي ندي خو کانګرس باید یو ستر چک برابر کړی تر څو یوکریني عسکر وکولې شی روسي عسکر ناکامه کړي . ګراهم په خپله ټویټر پاڼه لیکلی وو ، مونږه یو مشترک هدف لرو او دا چی یوکرینیان  له خپلې خاورې روسان وباسي . دغه هدف ته د رسیدا لپاره د یوکرین پوځ ، ټانک ته اړتیا لري .

د امریکایی سناتورانو دا خبرې په داسې حال کی دی چی د ولسي جرګې مشر کوین مک کارټی تیره کال ژمنه وکړه  که جمهوری غواړي د پارلیمان اکثریت ترلاسه کړي نو یوکرین ته به سپین چک ورنکړی .

امریکا تازه یوکرین ته د دوه اعشاریه پینځه میلیار‌ډ ‌ډالرو په ارزښت وسلو اومهماتو پیکج اعلان کړی دی .

دا په داسې حال کی دی هغه وسلې  هم چی په ناټو کې د امریکا متحدان د یوکرین د مرستې په هدف برابروي ، د امریکا تسلیحاتني صنایعو لپاره څه د پاسه ۲۱ میلیار‌ډ ډالرو عاید برابر کړی دی . له دې مخکې روسیې په یوه یادښت کې ناټو ته اوکراین ته د وسلو د ورلیږلو په اړه خبردارې ورکړی وو او اعلان یې کړی وو اوکراین ته د وسلو مرستې نه یوازې د کړکیچ د حل سبب نه کیږی بلکی د جنګ د اوږدیدا سبب به هم شي . پای

 

ټیګونه