«پارس ټوډی» یو ایرانی خبري سایټ دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ریډیو ټیلی ویژن د بهرنۍ څانګې   (IRIB World service)د اویا کلونو له تجربې په استفادې سره، خپل فعالیت د دوه زره شپاړسم کال د جنورۍ له میاشتې په یوې نوې رسندویي لیدتوګې سره پیل کړی دی او د آن لاین خبرونو او د نړیوالو پیښو په انعکاس سره د نړۍ تر دیرشو په زیاتو ژبو کې خپرونې لري.
 
 د «پارس ټوډی» په رسندویي فعالیتونو کې سایټ، ریډیو،د فریکونسۍ د څپو له لارې خپرونې، اینټرنیټ، موبایل او  ټولنیز چینلونه شامل دي. دا چینل  په پښتو، آلبانیایی، بنګلا، انګریزي، روسي، فرانسوي،جرمن، هوسا، عبري، هندي، ایټالوی، جاپاني،قزاقي،سواحیلی، پرتګالي، اسپانیایی، ترکي او داسې نورو ژبو په خپرونو سره له مخاطبانو سره اړیکې ټینګوي.
 
د منیځني ختیځ سیاسي بدلونونه، او په سیمه کې د یو اغیزشیندونکي، یو امن او پرمختلونکي هیواد په توګه د ایران رول د یوې موثرې رسنۍ په توګه د «پارس ټوډی» اهمیت نور هم زیاتوي.
 
د «پارس ټوډی» پښتو برخه د نړۍ د رسندویو له خوا د ناویلو حقیقتونو د ویلو په موخه، خپل خبري، سیاسي، فرهنګي او دیني تولیدات د ملټي میډیا پروګرامونو په چوکاټ کې  مخاطبانو ته وړاندې کوي.