-
کرزي په کونړ او هلمند د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
Oct 01, 2026 15:20د افغان رسندویو له راپور سره سم پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه «د افغانستان پر حریم تېری او د حاکمیت نقض» بللي او په کلکه یې غندلي دي.
-
په کونړ او هلمند کې د پاکستان هوايي بریدونو د شل تنو مرګ ژوبله = راپور
Oct 01, 2026 10:13لږ تر لږه شلو ملکي وګړو ته په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
-
په افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې + ویډیو
Oct 01, 2026 08:00چارواکي وایي، د افغانستان په هلمند او کونړ ولایتونو تېره شپه د پاکستان الوتکو بریدونه کړي، چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
-
په اسلامقلا کې د تېلو او ګیس د ۱۰ زره ټنه زېرمتون جوړول تصویب شول
Oct 01, 2026 06:35د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ولایت د اسلامقلا په ګمرک کې د تېلو او ګیس د تخلیې او بارولو د ۱۰ زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو د جوړولو طرحه تصویب شوې ده.
-
طالبان د ایران په خلاف هوايي بندیزونو کې شریک نه شول
Oct 01, 2026 06:26د ایران د هوايي چلند پر صنعت د امریکا د نویو بندیزونو له لګېدو سره سره، کابل ته د ایراني شرکتونو الوتنې لا هم دوام لري.
-
د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې
Sep 30, 2026 12:23د افغانستان ننګرهار ولایت اړوند د تورخم عمري لنډ مهاله مېشتغالي د راستنو شویو کډوالو د ثبت او راجستر مسوول همیش سعید وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې ۲۶ زره او ۸۱ افغانې کډوالې کورنۍ له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.
-
د ننګرهار په خوږیاڼو کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي
Sep 30, 2026 11:42د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په زاوی کلي کې د ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
-
د نورستان په کامدېش کې د طالبانو عملیات پای ته ورسېدل
Sep 30, 2026 11:22د طالبانو حکومت دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
-
د افغانستان د بحرانونو هوارول د نړیوال امنیت لپاره اړین دي
Sep 30, 2026 06:28ملګرو ملتو د جرمونو د مخنیوي او د نړیوال امنیت د تأمین لپاره د افغانستان د بحرانونو هوارول اړین وبلل
-
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د افغانستان سرپرست حکومت باید له «وسلهوال ذهنیت» څخه ووځي
Sep 29, 2026 16:35د پاکستان رسنیو نن راپور ورکړی د دغه هیواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید له خپل «وسلهوال ذهنیت» څخه ووځي او د سیاستوالۍ او د هیواد ذهنیت غوره کړي.