طالبان د ایران په خلاف هوايي بندیزونو کې شریک نه شول
د ایران د هوايي چلند پر صنعت د امریکا د نویو بندیزونو له لګېدو سره سره، کابل ته د ایراني شرکتونو الوتنې لا هم دوام لري.
د فارس خبري اژانس د افغانستان دطلوعنیوز له قوله خبر ورکړی چې د امریکا له خوا د هوايي چلند پر سکتور له بندیزونو سره سره د ایران ټول هوايي شرکتونه افغانستان ته الوتنې کوي.
څه موده وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د نویو بندیزونو په یوې ټولګې کې د ایران ۲۷ هوايي شرکتونه د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وو، چې کابل ته په الوتنو کې د فعالو هوايي شرکتونو نومونه هم په دغه نوملړ کې شامل دي.
طلوعنیوز لیکلي چې اوس مهال څو ایراني هوايي شرکتونه په افغانستان کې د کابل ـ تهران او کابل ـ مشهد پر مسیرونو الوتنې کوي. په دغو شرکتونو کې ایرانتور، ایرانایر، تابان، ساها، معراج او وارش شامل دي، چې په دوامداره توګه مسافر او بار لېږدوي.