-
د سپاه پاسداران ځواک ویاند: د امریکا جنګ له ایران سره یا د امریکا له خلکو سره؟
Oct 05, 2026 04:17پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند جنرال محبي ویلي، د جګړې ډګر ته د یوې نوې ډلې د لېږلو درانه لګښتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په امریکا کې بیې لوړېږي او د تیلو نوي زیرمې کارول کیږي.
-
جنرال فدوي: د لومړي ځل لپاره په فارس خلیج کښې د امریکا هیڅ جنګي بیړۍ نشته
Oct 05, 2026 04:39زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د عمومي قوماندان د سلاکارانو د ډلې مشر جنرال علي فدوي ویلي، د لومړي ځل لپاره نه یوازې په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان سمندر کې، بلکې د هند اوقیانوسیې په شمال کې هم هېڅ امریکايي جنګي بېړۍ نشته.
-
قالیباف: تر هغه چې د ایران ۷ شرطونه پوره نه شي، د هرمز تنګی به تړلی وي
Oct 04, 2026 15:57دا یوازې صهیونیسټان نه دي چې په بېوسۍ او کمزورۍ کې ګیر پاتې دي؛ امریکایان هم د ایران د ولس د ټینګ مقاومت او درېدو په وړاندې بېوسه شوي دي.
-
ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي
Oct 04, 2026 15:47په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي، د کندهار او بلخ ولایتونو ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي، چې ایران او افغانستان په اوسنیو سیمهییزو او نړیوالو شرایطو کې له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي، چې ارزونې او په عملي ډګر کې پلي کېدو ته اړتیا لري
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د یرغلګرو وتل، په عراق کې د امریکا د ۲۳ کلن اشغال ماتې ده.
Oct 04, 2026 15:43په عراق کې د امریکا د اشغال پای ته رسېدل او د یرغلګرو د بشپړ وتلو په لور عملي ګامونه، د عراق د ملي حاکمیت، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ د ټینګښت په لاره کې یو مبارک ګام او له ۲۳ کلونو وروسته د واشنګټن د لاسوهوونکو سیاستونو د تاریخي ماتې یو بل ثبوت دی.
-
په اصفهان کې د «جانفدایان ایران» رزمایش
Oct 04, 2026 14:39د « اصفهان جانفدایان ؛ نصف جهان» ستره غونډه نن د بېلابېلو ولسي ډلو او پرګنوپه ګډون له «آزادي میدان» څخه پیل شوه. ګډونوالو د «ګلستان شهدا» پر لور په حرکت سره د اصفهان د خلکو د حضور او همدردۍ څرګنده صحنه نندارې ته وړاندې کړه.
-
د زاګرس په لمنو کې د انګورو د راټولولو جشن
Oct 04, 2026 14:07د کرنې جهاد د اعلان له مخې، اټکل کیږي چې سږکال د چهارمحال او بختیاري د انګورو له باغونو څخه ۵۴ زره ټنه انګور راټول شي، چې کیار ولسوالي د کلني شاوخوا ۲۷ زره ټنه تولید سره، د دې محصول د پاموړ برخه ځان ته ځانګړې کړې ده.
-
عراقچي: ایران هم د ځان دفاع کوي، هم په ډیپلماسۍ کښې جدي دی
Oct 04, 2026 13:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، نن سهار په تهران کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو او بهرنیو استازولیو له مشرانو سره لیدنه کړې ده.
-
په ناګویا کښې د ایران د ورزشي کاروان ځلېدل؛ د سرو زرو ۶ ډیر مډالونه او د میرمنو تاریخي لاسته راوړنې
Oct 04, 2026 12:42د اسیايي لوبو شلمه دوره چې د جاپان په کوربهتوب په ناګویا کښې ترسره شوه، د ایران د ورزشي کاروان په بریا پای ته ورسېده.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي ځواکونو وتل د عراق د خپلواکۍ په لور مهم ګام دی
Oct 04, 2026 11:49پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت بیګا (د یکشنبې په شپه) په یوه اعلامیه کښې، له عراق څخه د امریکې د نیواکګرو ځواکونو د وتلو په اړه، د امریکا د حکومت د هغو جنایتونو او د عراق او نورو هېوادونو خلکو ته د اوښتو زیانونو له امله د دغه هېواد د حساب ورکولو او مؤاخذې پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د نیواک په موده کښې یې ترسره کړي دي.