ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179270-ورځپاڼو_ته_کتنه
پارس تودی- ورځپاڼو ته د کتنې په دغه مطلب کې به د ایران او د افغانستان د ورځپاڼو څخه ځینې مهم مطلبونو ته کتنه وکړو.
(last modified 2026-10-03T10:35:20+00:00 )
Oct 03, 2026 15:02 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

پارس تودی- ورځپاڼو ته د کتنې په دغه مطلب کې به د ایران او د افغانستان د ورځپاڼو څخه ځینې مهم مطلبونو ته کتنه وکړو.

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته

دغې ورځپاڼې بیا د سوریې وروستیو حالاتو ته کتنه کړې ده او لیکلي دي: په داسې حال کې چې د اسرائیلو اپارتاید رژیم پر سوریه خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، خبري سرچینو اعلان کړی چې د سوریې د ادلب ولایت ځینې سیمې د دوو زورورو چاودنو له امله ولړزېدې؛ همدارنګه په دمشق کې د ګازو د نل‌لیکې د چاودنې له امله درې حرارتي برېښناکوټونه له شبکې څخه ووتل.

کیهان زیاتوي: د جولانې له واکمنېدو وروسته سوریې یوه ارامه ورځ هم نه ده لیدلې. په سوریه کې پر ځینو سیمو د اسرائیلو د اپارتاید رژیم د توپچي بریدونو له دوام سره هم‌مهاله، خبري سرچینو د ادلب ولایت په ځینو سیمو کې د زورورو چاودنو او په دغه هېواد کې د درېیو حرارتي برېښناکوټونو د فعالیت د ګډوډېدو خبر ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د ادلب ولایت د تفتناز پوځي هوايي ډګر په شاوخوا کې دوې زورورې چاودنې وشوې. د سوریې ټلوېزیون اعلان وکړ چې دغه چاودنې د نه‌چاودېدلو مهماتو د کنټرول شوې له منځه وړنې له امله رامنځته شوې دي؛ خو عیني شاهدانو وویل چې د چاودنو هم‌مهاله یې د سیمې په اسمان کې یوه ناپېژندل شوې بې‌پیلوټه الوتکه هم لیدلې ده.

کیهان لیکي:  له بلې خوا، د سوریې د برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د دمشق په جنوب کې د ګازو د نل‌لیکې د چاودنې له امله د «دیرعلي»، «الناصریه» او «تشرین» برېښناکوټونه له شبکې څخه وتلي دي. همدارنګه، د حسکې ښار له پرون راهیسې د تاوتریخوالي او ترینګلتیا د پام وړ زیاتېدو شاهد دی.

د ایران چاپ جوان ورځپاڼې ته

دغې ورځپاڼې بیا فرانسې کې د بلواو په اړه یو راپور ورکړی دی چي عنوان یې دی:  د فرانسې زندانونه ډک شول؛ د نیول شویو کسانو په شمېر کې نوی ریکارډ ثبت شو

جوان لیکي: په فرانسه کې د نیول شویو کسانو د شمېر زیاتوالي د دغه هېواد د زندانونو د له حده زیات ډکېدو او د نوي ریکارډ د ثبتېدو لامل شوی دی.د فرانسې د عدلیې وزارت له خوا خپاره شوي شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د بندیانو شمېر له ۹۰ زرو کسانو اوښتی، چې بې‌ساری شمېر بلل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي:  دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د زندانونو ظرفیت یوازې د ۶۳ زرو کسانو لپاره دی.

راپور وړاندې لیکي: په تېرو میاشتو کې په فرانسه کې د نیول شویو کسانو د شمېر زیاتوالي د دغه هېواد د زندانونو ظرفیت بشپړ کړی دی. په فرانسه کې د دغه ریکارډ ثبتېدل له زندانونو د وضعیت په اړه د نړیوالو نیوکو له زیاتېدو سره هم‌مهاله دي؛ په داسې ډول چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې له پاریس غوښتي وو چې د زندانونو د ګڼې‌ګوڼې ستونزې لپاره حل‌لاره پیدا کړي.

د جوان له راپور سره سم، فرانسوي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ۱۹۴۹ اعتراض کوونکي ونیول. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغو کسانو ډېری یې پر پولیسو د تاوتریخوالي د اقداماتو په ترسره کولو تورن دي. همدارنګه ادعا شوې چې په دغو اعتراضونو کې د پولیسو او ژاندارمریې ۳۰۵ تنه ځواکونه ټپیان شوي دي.

راپور ورکړل شوی چې د دغو اعتراضونو له امله ۴۰۰ ښوونځي تړل شوي او 170 زده‌کوونکي ټپیان شوي دي. د فرانسې لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ د دغه بحران د څېړلو لپاره د فوق‌العاده غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د چهارشنبې په ورځ ۶۰۰ کسان نیول شوي وو او ادعا شوې چې دغو کسانو اورلګونې کړې او پر پولیسو یې بریدونه کړي دي. په فرانسه کې د زده‌کوونکو اعتراضونه د پنجشنبې په سهار پوهنتونونو ته هم وغځېدل.

جوان زیاتوي: په فرانسه کې د زده‌کوونکو اعتراضونه او غونډې د ښوونیزو سرچینو د کمښت، له ګڼو زده‌کوونکو ډکو ټولګیو او د ښوونکو د کمښت پر ضد دوام لري. دغه اعتراضونه له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوي او په لیون، ليل او سن‌دني په څېر ښارونو کې د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو او په ځینو مواردو کې د کثافاتو د ډبیو د سوځولو او د شیانو د غورځولو لامل شوي دي.

جام جم ورځپاڼه 

په دوام کې به راشو د جام جم ورځپاڼې ته، چي پر باب‌المندب اوبلارې باندې د یمن د واکمنتیا د جیوپولیټیکو پایلو په اړه لیکنه کړې ده چي د ورځپاڼې له نظره کولای شي د سیمې پر معادلاتو او د انرژیو په امنیت باندې اغېز وکړي.

ورځپاڼه لیکي: د انصارالله ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له درېیمې تر یوولسمې نېټې پورې له الحدیده بندر څخه عملیات پیل کړل او په لنډه موده کې یې د یمن د لوېدیځ سواحلو او د پریم ټاپو په ګډون د باب‌المندب  اوبلارې د خولې د ستراتیژیکو ټاپوګانو کنټرول ترلاسه کړ او په مقابل کې، د سعودي مزدور ځواکونو شاتګ ته اړ شول.

په مطلب کې راغلي  چې د باب‌المندب اهمیت یوازې د یوه تنګي تر کنټرول پورې محدود نه دی. باب‌المندب د سویز کانال ته د تلونکې سمندري لارې جنوبي دروازه ده او په دې سیمه کې هر ډول ناامني کولای شي د کښتۍ چلونې شرکتونه او بیمه کوونکي د لارې بدلولو ته اړ کړي.

جام جم زیاتوي:  په داسې شرایطو کې به کښتۍ مجبوره شي چې د افریقا په جنوب کې د نېک‌امید د څنډې اوږده سمندري مسیر غوره کړي؛ هغه مسیر چې د توکو او انرژۍ د لېږد وخت او په لګښت کې  په پام وړ توګه زیاتوي.

خو په دې راپور کې تر ټولو مهم ټکی پر سعودي عربستان د دغه وضعیت پایلې دي. ریاض چې د هرمز  تنګی له بندېدو وروسته یې د تېلو د صادراتو لپاره یې په ختیځ ـ لوېدیځ پایپ‌لاین او ینبع بندر تکیه کړې وه اوس دغه لاره یې هم د لاسه ووتی او په داسې یو وضعیت کې راګیر شوی چې له ختیځه د هرمز تنګي له تحولاتو، له لوېدیځه د باب‌المندب له وضعیت او د تېلو د صادراتو په بدیلو مسیرونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

ورځپاڼه یادونه کوي چې د انصارالله له لوري د باب‌المندب کنټرول د اسرائیلو پر سمندري مسیرونو او د ایلات پر بندر هم فشار زیاتوي.

«جام‌جم» ورځپاڼې د «د تل‌ابیب تکراري سناریو» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته د فلای‌دوبۍ د الوتنې پېښه څېړلې او هغه یې د اسرائیلي رژیم د سیاسي او امنیتي تحولاتو په چوکاټ کې ارزولې ده.

د دغه راپور له مخې، د فلای‌دوبۍ الوتکې د الوتنې پر مهال د پیلوټانو ترمنځ له شخړې او د بېړني حالت د نښو له لېږلو وروسته خپله لاره بدله کړه او د سعودي عربستان په تبوک هوايي ډګر کې یې بېړنۍ ناسته وکړه. خپاره شوي راپورونه ښيي چې مرستیال پیلوټ پر اصلي پیلوټ برید کړی و او الوتکې د دغې پېښې پر مهال له ۱۶ زره فوټه څخه ډېر ارتفاع له لاسه ورکړی و. مسافرانو او د الوتکې عملې وتوانېدل بریدګر مهار کړي او الوتکه په پای کې په خوندي ډول ښکته شوه. د دغې پېښې د انګېزې په اړه څېړنې لا هم دوام لري او فلای‌دوبۍ شرکت هم د وخت له مخه د اټکلونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

«جام‌جم» لیکي چې دغه پېښه په داسې شرایطو کې رامنځته شوه چې د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر دې مخکې د اکتوبر په ټاکنو کې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و. د دغې ورځپاڼې په تعبیر، تل‌ابیب هڅه کوي چې د الوتکې د پېښې په برجسته کولو او د ټولیزې وېرې د فضا په رامنځته کولو سره، د عامه افکارو پام له خپلو جنایاتو، ناکامیو او  له کورنیو بحرانونو څخه واړوي.

د راپور په دوام کې دغه چلند د «ټولیزې وېرې انجینري» په نوم توصیف شوی دی. د «جام‌جم» په لیکنه، د کنست د ټاکنو په درشل کې واکمن جریان هڅه کوي له هغې پېښې څخه، چې لا یې اړخونه او کره انګېزه نه ده روښانه شوې، د امنیتي فضا د ټینګولو او د ښي پالو رایه‌ورکوونکو د یوموټي کولو لپاره ګټه واخلي.

«جام‌جم» دغه اقدامات په امنیتي او سیاسي بحران باندې د یوې مبهمې پېښې د بدلولو د هڅو یوه برخه بولي او باور لري چې د دې موضوع برجسته کول کولای شي د سیمې پر هوايي شرکتونو د لا سختو امنیتي پروتوکولونو د پلي کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي چې د بنیامین نتانیاهو ائتلاف د ۲۰۲۶ کال د کنست د ټاکنو په درشل کې له داخلي اختلافونو او سیاسي ننګونو سره مخ دی او د لیکوال په تعبیر، د امنیتي فضا بیا رامنځته کول کېدای شي له دې سیاسي بن‌بست څخه د وتلو او د ښي‌اړخو جریانونو د پیاوړتیا لپاره یوه وسیله وي.

په ټوله کې، «جام‌جم» د فلای‌دوبۍ د الوتنې پېښه یوازې د هوايي چلند له یوې پېښې څخه پراخه ارزولې او هغه یې د اسرائیلي رژیم د سیاسي او انتخاباتي تحولاتو په چوکاټ کې تحلیل کړې ده.

راځو د افغانستان مطبوعاتو ته

د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د اطلاعات روز ورځپاڼه را اخلو

دې ورځپانې په یوه مطلب کې د افغانستان په حکومت باندې د پاکستان د فوځ تورونو او بیا ورته د طالب چارواکو غبرګون ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: د کندهار د طالبانو والي له القاعدې، ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې له استازو سره مې لیدنه نه ده کړې، د پاکستان تورونه ناسم دي.

په مطلب کې راغلی دی چي د ملا شیرین دفتر، چې د کندهار د طالبانو والي دی، اعلان کړی چې نوموړي د القاعدې شبکې، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) له استازو سره لیدنه نه ده کړې.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د کندهار والې په اېکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره د پاکستان د پوځ د ویاند احمدشریف چودري ادعا رد کړي او ویلي دي: «موږ د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا ردوو چې ګواکې په کندهار کې د بهرنیو جنګیالیو په حضور او د دغه ولایت د والي په مشرۍ کومه غونډه شوې ده.» د طالبانو حکومت «هېڅ اړتیا نه لري چې بهرني جنګیالي راوبولي یا له هغوی سره غونډه وکړي.»

اطلاعات روز لیکي: چودري تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین د روان میلادي کال د اګست په ۲۶مه له القاعدې، د بلوڅو د یاغیانو له مشر بشیر زیب او د ټي‌ټي‌پي د یوې څانګې له مشر حافظ ګل بهادر سره لیدنه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه چې طالبانو له دغو ډلو سره هوکړه کړې چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې په عملیاتو کې همکاري وکړي او خپل ځواکونه سره مدغم کړي.

ورځپاڼه زیاتوي: اسلام‌اباد تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ ته د «فتنة‌الخوارج» او «فتنة‌الهند» نومونه کاروي او ادعا کوي چې دغه وسله‌والې ډلې له هند څخه مالي او پوځي ملاتړ ترلاسه کوي، په افغانستان کې حضور لري او د روزنې مرکزونه او پټنځایونه لري، او د افغانستان له طالبانو سره په همغږۍ او همکارۍ د پاکستان د خلکو او حکومت پر وړاندې «ترهګریز بریدونه» ترسره کوي.

اطلاعات روز لیکي چي د افغانستان حکومت دغه تورونه بې بنیاده بولي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو او د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان پوځ لسګونه ځله د افغانستان په خاوره، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې، هوايي بریدونه کړي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې «ترهګر» په نښه کوي، خو طالبان وايي چې ملکي وګړي بمبارېږي. په ځینو مواردو کې، د هلمند، کونړ او پکتیا په ګډون، ملګرو ملتونو د ملکي وګړو وژل کېدل هم تایید کړي دي.