اولیانوف امریکا ته: اټومي انرژي د ایران مسلم حق دی
پارس ټوډې ـ د روسیې یوه لوړپوړي چارواکي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا ادعاوې وننګولې او واشنګټن ته یې د تهران حقونه ور یاد کړل.
زمونږ خبریال راپور راکوی، په ویانا کې مېشتو نړیوالو سازمانونو ته د روسیې دایمي استازي «میخائیل اولیانوف» د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د استازي د ادعا په ځواب کې ولیکل: ظاهراً د امریکا سفیر نه پوهېږي چې ایران مکلف نه دی خپل اټومي پروګرام پرېږدي، ځکه له دغه پروګرام څخه برخمن کېدل د ایران مسلم او نه سلبېدونکی حق دی.
اولیانوف وویل: له بده مرغه د امریکا د جمهوري غوښتونکي حکومت دریځ د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نورمونو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د فعالیتونو پر ناسم برداشت ولاړ دی.
مایک والتز، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په خپل کارنحساب کې ایران د اټومي قوانینو پر نقض تورن کړی و.