پزشکیان: د ایران ښځې د نړۍ په څوکوکې د ودرېدو توان لري
پارس ټوډي – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: د ناګویا د آسیایي لوبو په سیالیو کې د ایران د نجونو د سرو زرو مډالونو ترلاسه کول دا ښکاره کړه چې هر چېرې چې فرصت، پروګرام او باور وي، د ایران ښځې د نړۍ په څوکوکې د ودرېدو توان لري.
د پارس تودي د راپور له مخې ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله شخصي پاڼه ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: هغه ۴۵ رنګارنګ مډالونه چې د ایران سپورت تر نن ورځې د ۲۰۲۶ کال د آسیایي لوبو په سیالیو کې ترلاسه کړي، د دې خاورې د ځوانانو د وړتیا بله ښکاره نخښه ده.
په همدې اړه، د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنۍ چارو مرستیاله زهرا بهروزآذر، په ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې سږ کال د ایران ویاړمنونجونو په ناګویا ۲۰۲۶ کې د درې سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره یو تاریخي ریکارډ او د ایران د ښځو د لیاقت او ارادې ښکاره بڼه وښوده.
د ایران کاروان د ناګویا د آسیایي لوبو په دیارلسمه ورځ د درې مهمو سرو زرو مډالونو له ترلاسه کولو وروسته، د ۱۵ سرو زرو، ۱۷ سپینو زرو او ۱۳ برونزو مډالونو سره، چې ټول ۴۵ مډالونه کیږي، د مډالونو په جدول کې په شپږم ځای کې قرار لري.