«ایران‌زمین»د ایراني کورني فضايي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره یو ګام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179268-ایران_زمین_د_ایراني_کورني_فضايي_ټکنالوژۍ_د_پراختیا_لپاره_یو_ګام
پارس ټوډې – د ایران د فضايي څېړنو د انسټیټیوټ سرپرست نادر مکاري د «ایران‌زمین» په نوم د یوه نوي سامانه د ډیزاین او پراختیا خبر ورکړ؛ داسې کورنی بنسټ چې د جغرافیایي معلوماتو د لیدلو او څېړلو لپاره جوړېږي او د هغه په وینا، کولی شي د «ګوګل ارت» په څېر د سامانو بدیل وګرځي.
(last modified 2026-10-03T10:23:59+00:00 )
Oct 03, 2026 14:52 Asia/Kabul
  •  «ایران‌زمین»د ایراني کورني فضايي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره یو ګام

پارس ټوډې – د ایران د فضايي څېړنو د انسټیټیوټ سرپرست نادر مکاري د «ایران‌زمین» په نوم د یوه نوي سامانه د ډیزاین او پراختیا خبر ورکړ؛ داسې کورنی بنسټ چې د جغرافیایي معلوماتو د لیدلو او څېړلو لپاره جوړېږي او د هغه په وینا، کولی شي د «ګوګل ارت» په څېر د سامانو بدیل وګرځي.

نادر مکاري د نړۍوالې فضايي اوونۍ په مناسبت یوې خبري ناستې ته وویل، ځینو بهرنیو سامانو ته لاسرسی په ځینو مواردو کې له محدودیتونو سره مخ شوی دی. د هغه په وینا، د «ایران‌زمین» د پراختیا موخه د ایران د جغرافیایي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره د یوه باثباته او کورني بنسټ رامنځته کول دي.

مکاري همداراز د «راز» په نوم د یوه پلاتفورم د فعالېدو خبر ورکړ چې د «ځمکې د معلوماتو څارنه» نومول شوی دی. دغه پلاتفورم کاروونکو ته د اپټیکي او راداري انځورونو ترڅنګ د سپوږمکۍ انځورونو د پروسس وسایل هم برابروي. په دغو وسایلو کې د انځورونو د تفکیک وړتیا لوړول، هندسي سمون، د انځورونو موزاییک جوړول او د ځمکو پارسل‌بندي شامل دي.

هغه وویل، څېړونکي او د پوهنتونونو استادان او محصلان هم کولی شي د دغه پلاتفورم له معلوماتو څخه د مصنوعي ځیرکتیا د الگوریتمونو د پراختیا لپاره استفاده وکړي.

د ایران د فضايي څېړنو د انسټیټیوټ سرپرست د نړۍوالې فضايي اوونۍ شعار، «د سپوږمکۍ وړونکو توغندیو انقلاب»، ته په اشاره وویل، د فضايي ټکنالوژۍ پراختیا باید یوازې تر تخنیکي پرمختګ پورې محدوده نه وي، بلکې عملي خدمتونه او په ایران کې د فضايي اقتصاد پیاوړتیاهم باید رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه څېړنیز مرکز د فضايي پرتابوونکو، مداري بلاکونو او د دولتي ادارو لپاره د ځانګړو سپوږمکیو د جوړولو په برخو کې هم پر بېلابېلو پروژو کار کوي.

مکاري په پای کې د «فضايي اقتصاد هوښیار پلاتفورم» د جوړولو د پلان خبر ورکړ. د نوموړي په وینا، دغه پلاتفورم به د فضايي پروژو له پلي کېدو مخکې د هغوی اقتصادي موثریت او توجیه ارزوي.