-
عاصم منیر تهران ته راورسید
Oct 20, 2026 07:30د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د لیدنې او سلا مشورو لپاره تهران ته راورسید
-
پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن یو
Oct 20, 2026 07:27د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، اسلاماباد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
د پاکستاني کارپوه خبرداری کړی؛ له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو تړل کیدا به منفی پایلې ولري
Oct 19, 2026 14:10د پاکستان یوه سیاسي کارپوه، له هند او افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله رامنځته شویو ستونزو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان په ګډو پولو کې هر ډول ګډوډي به د دغه هېواد کورني اقتصاد ته زیان ورسوي او د انفلیشن (د بیو د عمومي لوړوالي) بحران به لا پسې زیات کړي.
-
مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا د پاکستان په سیاست کې د پوځ پر زیاتېدونکې رول نیوکه وکړه
Oct 19, 2026 11:30د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمان د پاکستان په سیاست کې د پوځ د مخ پر زیاتېدونکي رول په نیوکې سره ټینګار کړی چې دغه هېواد یوازې هغه مهال په سمه توګه اداره کېدای شي چې پوځي، اداري او منتخب بنسټونه د اساسي قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
-
ډیپلوماسي او د کړکېچونو کمول د منځني ختیځ د ترینګلتیاؤ حل لارې دي
Oct 17, 2026 13:03د پاکستان د پوځ د سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل او د فلسطینیانو په ملاتړ کې ئې د پاکستان د خلکو پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ. هغه وویل: د اسلاماباد تفاهملیک او د مکې تړون زمونږ ډیپلوماټیکې ژمنتیا څرګندوي او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو پر اړتیا ټینګار کوي.
-
په پاکستان کې د یوه ښوونځي د چت د نړېدو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰ تنو ته لوړ شو
Oct 15, 2026 14:26د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ تنو ته لوړ شوی، چې یو ښوونکی هم پکې شامل دی. په دې پېښه کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.
-
د ایران او پاکستان د مرکزي بانکونو مشرانو لیدنه؛ د اقتصادي اوتجارتي ملګرتیاو پراختیا
Oct 15, 2026 14:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د چهارشنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمېنې بانکوک کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډې کې د پاکستان د مرکزي بانک له مشر جمیل احمد سره وکتل او ورسره ئې خبرې اترې وکړې.
-
د پاکستان پولیسو د سړکونو د بندوونکو کانټینرونو دغونډولو امر وکړ
Oct 14, 2026 06:27د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبې کې د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، پر سړکونو د کېښودل شویو کانټینرونو د غونډولو امر صادر کړ.
-
د یمن د ماشومانو په ملاتړ په کراچۍ کې د زدهکوونکو سمبولیکه غونډه
Oct 14, 2026 05:27پارسټوډې ـ د پاکستان د کراچۍ ښار د اسلامي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یمن له خلکو سره د پیوستون په موخه یوه سمبولیکه غونډه جوړه کړه او د دغه هېواد د محاصرې پای ته د رسولو، د بشري مرستو د لېږلو او په سیمې کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه ئې وکړه.
-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د چارو د څارنې لپاره د اسحاق ډار په مشرۍ کمېټه جوړه شوې
Oct 13, 2026 12:03زمونږ خبریال راپور راکړي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبر پښتونخوا صوبې کې د بېړني حالت له اعلان وروسته، د خپل مرستیال اسحاق ډار په مشرۍ یولس کسیزه کمیټه جوړه کړې ده چې د دغه صوبې چارې به څاري.