هیلري کلینټن: د امریکا د جګړې وزیر باید استیضاح شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i180414-هیلري_کلینټن_د_امریکا_د_جګړې_وزیر_باید_استیضاح_شي
پارس تودی-د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلینټن د یو شمېر امریکايي چارواکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ، د استیضاح لپاره د څېړنو له پیل څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې هېګسېټ باید استیضاح شي.
(last modified 2026-10-22T09:04:00+00:00 )
Oct 22, 2026 13:32 Asia/Kabul
  • هیلاري کلینټن، د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره
    هیلاري کلینټن، د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره

پارس تودی-د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلینټن د یو شمېر امریکايي چارواکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ، د استیضاح لپاره د څېړنو له پیل څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې هېګسېټ باید استیضاح شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، هیلاري کلینټن له امریکايي خبریالې او د خپرونو له چلوونکې کارا سویشر سره په مرکه کې وویل: «زه د ډونالډ ټرمپ له استیضاح سره مخالفه یم، ځکه باور لرم چې دا اقدام یوازې یوه حاشیوي ننداره ده او د هغه د محکومولو او له دندې څخه د لرې کولو امکان نشته.»

خو د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې د ټرمپ د ادارې د یو شمېر ټاکل شویو یا ګومارل شویو چارواکو د استیضاح لپاره د څېړنو له پیل څخه ملاتړ وکړ او د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ یې له هغو کسانو څخه وباله چې باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي وي.

هغې وویل: «هېګسېټ د امریکا پوځ کمزوری کړی او له هغه څخه یې د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستی دی.»

هغې زیاته کړه: «د امریکا د جګړې وزیر د خپل هېواد پوځ په داسې یوې نیمه‌پوځي ځواک بدل کړی چې د خپلو ملتپالو موخو په خدمت کې یې کاروي.»

تر دې مخکې، د امریکا د کانګرس جمهوري‌پال غړي توماس مسي د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ د استیضاح طرحه د استازو جرګې ته وړاندې کړې وه. هغه هېګسېټ د خپل مقام پر ناوړه ګټې اخیستنې او د امریکا د قانون‌جوړوونکو له اجازې پرته د ایران پر وړاندې د تېري کوونکي برید د امر په صادرولو تورن کړی و.