قالیباف: که ناسمه لاره وټاکئ، نو هېڅ به په لاس درنشي
-
د ایران د اسلامي شورا د مشر محمدباقر قالیباف،
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورامشر په سوشل میډیا کې د یوه پیغام په خپرولو سره، د امریکا پرېکړه کوونکو او خلکو ته په خطاب کې ولیکل: که ناسمه لاره وټاکئ، هېڅ ګټه به ترلاسه نه کړئ؛ ټولې پایلې به تراخې او تورتمې وي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، محمدباقر قالیباف د امریکائي کلتور له مخې د جوړ شوي یوه انځوریز پیغام (میم) په خپرولو سره، له ایران سره د جنګ د بېلابېلو پایلو په اړه څرګنده کړه: که تاسو فکر کوئ چې له ایران سره جنګ به تاسو ته ګټه ورسوي، نو په تېروتنې کې یاست؛ ځکه دا انتخاب به درته لږ تر لږه لس تراخې پایلې ولري. د ونډو د بازار له ځواړتیا رانیولې د جنګي الوتکو تر نسکورېدو، د پورونو له زیاتوالي رانیولې د انفلیشن او د وژل شویو امریکايي عسکرو د شمېر تر لوړېدو پورې.
هغه زیاته کړه: د امریکا د ټولنې لپاره به ټولې پایلې تورتمې او ناخوښې وي. تاسو مجبور نه ئۍ چې دا لاره وټاکئ؛ خو که دا انتخاب وکړئ، نو باید ټولې پایلې ئې وزغمئ.»
ښاغلی قالیباف خپل پیغام په دې جمله پای ته ورساوه: ؛ دا جوړ شوی ماتریکس (د پایلو دا مصنوعي چوکاټ) مات کړئ او له دغې تراخې او بېپایلې لوبې ووځئ.:::