-
د عربستان د هوايي دفاع تشه؛ ولې د یمن توغندي د دغه هېواد دفاعي سیستمونه ننګوي؟
Oct 15, 2026 15:01پارس ټوډې - د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د یمن د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په برخې کې راپور شوې ناکامي، د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي. د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو د دغو بریدونو د لاملونو معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي؛ هغه بریدونه چې د ریاض نړیوال هوائي ډګر پشمول مهمې سیمې ئې اغېزمنې کړې او د مرګژوبلو راپورونه هم ورسره تړل شوي دي.
-
هرمز تنګی تړلی دی؛ تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي
Oct 15, 2026 14:28پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ټینګار کړی چې هرمز تنګی تړلی دی او له دغه تنګي څخه هر ډول تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر دغې سیمې بشپړ کنټرول او څارنه لري.
-
امریکا پر هسپانوي بېړیو د هر سفر لپاره د دوه لکه ډالرو مالیاتو اخستو وړاندیز کړی
Oct 15, 2026 13:56پارس ټوډې – د امریکا د سمندري سوداګرۍ فیډرالي کمیشن پر هسپانیا تور پورې کړی چې د امریکا بیرغ لرونکو بېړیو ته ئې د دغه هېواد بندرونو ته لاسرسی محدود کړی دی. دغه کمیشن وړاندیز کړی چې د هسپانیا د بیرغ لرونکو بېړیو پر هر سفر ۲۰۰ زره ډالره محصول ولګول شي او د دغه اروپائي هېواد پر ځینو وارداتي توکو هم محدودیتونه وضع شي.
-
سردار عظمایي: د امریکايي بېړیو د ډوبَولو لپاره شېبې شمېرو
Oct 14, 2026 06:21د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.
-
د هرمزتنګي امنیت د ایران د مدافعانو پر کلک هوډ او ځيرتیا تکیه د
Oct 08, 2026 14:08پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان د هرمز تنګي پر سټراټیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل: د دې سټراټیژیکې اوبلارې امنیت او د ایران د ملي ګټو ساتنه د هېواد د مدافعانو پر ارادې، هوښیارۍ ،ځيرتیا او چمتووالي ولاړید ی.
-
ایران به هغه پړاو ته هیڅکله هم بېرته ونه ګرځي چې دښمن ئې هیله لري
Sep 28, 2026 16:14د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: په یوه خبره کې؛ ایران به هېڅکله هغه پړاو ته بېرته ونه ګرځي چې دښمن ئې د بېرته ستنېدو هیله لري.
-
د نوې ټکنالوژۍ په وسیله به د احتمالي تېري سخت ځواب ورکړو
Sep 27, 2026 06:37د ایران د اسلامی جمهوریت وسلهوالو ځواکونو ویندوي وویل؛مونږ د دښمن لپاره حیرانوونکي امکانات لرو او د نوې پوځي ټکنالوژۍ په وسیله به د احتمالي تېري غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
-
د دښمن پر وړاندې به یوه لویشت هم شاتګ ونه کړو
Sep 23, 2026 12:48پارس ټوډې ــ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکنی ځواک قوماندان وویل: لکه څنګه چې د مقدسې دفاع د جنګ پر مهال مو د دښمن پر وړاندې شاتګ ونه کړ، همداسې به اوس هم د دښمن پر وړاندې یوه ذره هم شاتګ ونه کړو.
-
بلینکن وائي؛ د فارس خلیج سیمې ټول هېوادونه له تهران سره د هوکړې په لټه کې دي
Sep 16, 2026 06:28د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن د سیمې له هېوادونو سره د ایران په اړه د چلند بدلون ته په اشارې وویل چې د فارس خلیج سیمې ټول هېوادونه له تهران سره د خبرو او ښايي د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
-
عراقچي د ایران د بېدفاع شونې په اړه د امریکائي چارواکو بېاساسه ادعاګانو ته غبرګون وښود
Sep 16, 2026 05:48د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکايي چارواکو هغې بېاساسه ادعا ته چې ګواکې ایران بېدفاع دی، غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د واقعي مرګ ژوبلو کچه ایشوا کړو.