د نوې ټکنالوژۍ په وسیله به د احتمالي تېري سخت ځواب ورکړو
د ایران د اسلامی جمهوریت وسلهوالو ځواکونو ویندوي وویل؛مونږ د دښمن لپاره حیرانوونکي امکانات لرو او د نوې پوځي ټکنالوژۍ په وسیله به د احتمالي تېري غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي په خپلو یولړ څرګندونو کې وویل: «وسلهوالو ځواکونو د لومړي تپلي جنګ پر مهال او د ایران د دفاع په بهیر کې هڅه کړې چې خپل پوځي توان لوړ کړي او له نوې او د وخت له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي. د دې یوه عیني بېلګه له بعثي رژیم سره د جنګ پر مهال د توغندیو د جوړولو د پروګرام پیل و.
هغه وویل: «له اسلامي انقلاب وروسته د وسلهوالو ځواکونو تر ټولو مهم بدلون دا و چې دفاعي نظریه ئې له کلاسیکې جنګه په نه اټکل کیدونکي جنګ بدله کړه . کلاسیکې لارې د نامتقارنې جګړې پر وړاندې د ماتې وړ دي.
سردار شکارچي وویل: نامتقارن او نه اټکل کیدونکی جنګ دې ته وايي چې له لږ لګښت او نسبتاً ساده دفاعي تجهیزاتو، خو له لا اغېزشیندونکو او عملي امکاناتو څخه په استفادې سره د دښمن د درنو او ګرانبّیه وسلو پر وړاندې ودرېږئ او بریا ترلاسه کړئ. په ایران کې د نه اټکل کونکي جنګ تاکتیکونه پر ایثار،سرښیندنې، باور او معنویت ولاړ دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند د اسلامي انقلاب په لومړیو او د اته کلنې مقدسې دفاع پر مهال د ایران د وضعیت په اړه وویل: «د لومړي تپلی جنګ پر مهال حتی د خپلو مبارزانو د درملنې لپاره د ګنډلو تار هم پر ایران نه پلورل کېده. له اسلامي انقلاب وروسته ایران له د عمل د کنډلو د تار او اغزن سیم د برابرولو له اړوندوالي څخه دغه پړاو ته رسېدلی چې اوس د دفاعي اړتیاوو د وسایلو تولید کوي.
هغه زیاته کړه: له اسلامي انقلاب وروسته ایران له خپلو دښمنانو سره سیالي وکړه او حتی تر هغوی مخکې شو.
سردار شکارچي همدارنګه د دښمن د محاسبې تېروتنې ته په اشاره وویل: که دښمن لږ هم عقل درلودئ، نو پر ایران به یې برید نه کاوه؛ په وسلهوالو ځواکونو کې اصل دا دی چې د معلوماتو ساتنه وشي، څو دښمن غافلګیر شي.
هغه زیاته کړه: دښمن د ایران د مقاومت او دفاعي توان په اړه په خپلو ناسمو محاسبو پوهه شوی دی. ایران د ملي قدرت له بېساري مؤلفو څخه برخمن دی او په ډګرونو او واټونو کې د ولس شتون له دښمن سره د ایران په جنګ کې د بریا اساسي رکن و. خلک او وسلهوال ځواکونه له امریکائي ـ صهیونیستي دښمن سره د جنګ لپاره په بشپړه توګه چمتو وو.
سردار شکارچي د دښمن وروستیو ګواښونو ته په اشارې او د دې خبرې په بیانولو سره چې د نوې پوځي ټکنالوژۍ په وسیله به د احتمالي تېري ځواب ورکړي، ټینګار وکړ: د ایران قدرتمند وسلهوال ځواکونه د دویم او در یم تپلي جنګ د پیل د پړاؤ په پرتله څو برابره پیاوړي دي. د ایران وسلهوال ځواکونه اوس په ډېر ښه وضعیت کې دي.
هغه وویل: د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې لا پرمختللې او پیاوړې شوې دي او دې ځل د دښمن لپاره حیرانوونکي امکانات لرو او د نوي پوځي ټکنالوژۍ په وسیله به د دښمن احتمالي تېري ته ځواب ورکړو.