عراقچي: د ایران د دفاع لپاره له عزتمنې ډیپلوماسۍ هرکلی کوو
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: مونږ د خپل هېواد د دفاع لپاره د پخوا په پرتله لا ډېر چمتووالی لرو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په بغداد کښې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۲مې غونډې په څنډه کښې خبریالانو ته وویل: موږ به د ګواښونو پر وړاندې هېڅکله سر ټیټ نه کړو. موږ د پخوا په پرتله د خپل ځان د دفاع لپاره لا ډېر چمتووالی لرو؛ په عین حال کښې، که ډیپلوماسي له عزت او شرافت سره مل وي او د ایران د ملت حقوق هم تضمین کړي، نو موږ ترې هرکلي کوو.
هغه زیاته کړه: زمونږ دریځ په بشپړه توګه روښانه دی او د اووه ورځني پلان په چوکاټ کښې امریکا ته وړاندې شوی دی. امریکایانو خپل نظرونه هم وړاندې کړي دي او موږ لا هم هغوی ته د ځواب ویلو په حال کښې یو. زموږ له نظره، اووه ورځنی پلان لا هم پر مېز پروت دی. که امریکايي لوری رښتینولي ولري، چې نه یې لري، نو لاره روښانه ده؛ که هغوی پر ټاکل شویو شرطونو عمل وکړي، هرمز تنګی به په شپږمه ورځ پرانیستل شي او په اوومه ورځ به خبرې اترې پیل شي.
عراقچي زیاته کړه: له بده مرغه، د ګڼو هغو لاملونو له کبله چې د بحث وړ دي، د اسلامي همکاریو سازمان ښه فعالیت نه دی کړی؛ خو د نوي عمومي منشي په ټاکلو سره، چې د موریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی، او عراق ته د دورهيي ریاست په لېږد سره، هیله لرو چې دغه سازمان به نوی ځواک ترلاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: تمه ده چې دغه سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ په اختلافاتو کښې د حل او فصل لپاره رغنده رول ولوبوي.