ورځپاڼو ته کتنه
نن د تهران چاپ اکثره ورځپاڼې د بېلابېلو مسائلو تر څنګ په فرانسې کې بلوا، د یمن حالات او د ایران په خلاف د امریکا او د صهیونیست رژیم ګواښونو ته کتنه کړې ده.
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه
کیهان ورځپاڼې په یوه راپور کې د «د سعودي عربستان جګړې ته د مصر ننوتل؛ شعار که واقعیت؟!» تر سرلیک لاندې، د سعودي عربستان او یمن په شخړو کې د مصر د پوځي مداخلې احتمال څېړلی او دغه اقدام یې ریاض ته د ملاتړ د برابرولو لپاره تر یوه عملي تصمیم ډېر، د سعوديانو د مالي مرستو د جلبولو لپاره یوه سیاسي هڅه بللې ده.
د کیهان په لیکنه، د مصر ملي دفاع شورا له دفاعي ماموریت سره په چوکاټ کې سعودي عربستان ته د پوځي ځواکونو له استولو سره موافقه کړې ده؛ خو دغه پرېکړه په مصر کې له کورنیو مخالفتونو او د یمني چارواکو له خبرداریو سره مخ شوې ده. دغه ورځپاڼه د مصر د پوځ د یوه پخواني قوماندان له قوله لیکي چې په داسې حال کې چې دغه هېواد په خپلو پولو کې له امنیتي ننګونو سره مخ دی، په بهرنیو جګړو کې ښکېلېدل کولای شي قاهرې ته درانه لګښتونه ورواړوي.
کیهان همدارنګه مصر ته د صنعا د چارواکو خبرداری، په یمن د هوايي بریدونو دوام او محاصرې او د سعودي په مشرۍ د ائتلاف په وروستیو بریدونو کې د ګڼ شمېر ملکي وګړو وژل کېدو ته اشاره کوي او لیکي چي د دې په مقابل کې، د یمن وسلهوالو ځواکونو هم د متقابلو بریدونو او د څو بېپیلوټه الوتکو او یوه سعودي چورلکې د نسکورولو خبر ورکړی دی.
دغه ورځپاڼه په دوام کې، د امریکا او اسرائیلو ړد جنایاتو پر وړاندې له فلسطین څخه د انصارالله ملاتړ او د یمن پرېکنده دریځ ته په اشارې سره ټینګار کوي چې بهرنیو فشارونو نه دي توانېدلي صنعا له خپلو دریځونو څخه په شا کړي.
کیهان د خپل راپور په پایله کې د مصر د مداخلې احتمال له شک سره ارزولی او لیکلي یې دي چې سعودي عربستان لپاره ائتلافونه او سیاسي او پوځي ملاتړونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د جګړې معادله د ریاض په ګټه بدله کړي. د دې ورځپاڼې له نظره، په داسې شخړه کې د مصر ښکېلېدل، د سعودي عربستان د امنیت د تضمین پر ځای، کولای شي قاهره په یوه لګښتلرونکې او ستومانه کوونکې جګړه کې ښکېله کړي.
کیهان ورځپاڼې همداشان په یوه بل مطلب کې بیا په اروپایي هیوادونو وروستیو ګډوډیو ته کتنه کړې ده او په دې اړه یې په خپل راپور کې لیکلي دي: د جګړې اور د جګړې د لمسونکو لمنې ته ورسېد؛ امریکا او فرانسه په ګډوډۍ او بلوا کې
ورځپاڼه لیکي: په دې ورځو کې په فرانسه کې پراخې ګډوډۍ (هغه هېواد چې پر ایران په تېري کې یې ګډون کړی و) او په امریکا کې د اقتصادي فشارونو لاندې د خلکو پراخې مظاهرې، چې د «ټرمپ ته نه» شعارونه ورکوي، ښيي چې د ایران پر ضد د جګړې د لمسونکو اور د همدغو هېوادونو لمنې ته رسېدلی دی.
کیهان زیاتوي: ټرمپ هیله لرله چې د جګړې، بندیزونو، محاصرې او اقتصادي فشارونو له لارې به د ایران خلک سړکونو ته راوباسي او اسلامي جمهوریت به نسکور کړي؛ خو د دې جګړې تر ډېره اقتصادي اغېزې د هرمز تنګي او نورو لارو له مسیر څخه بېرته راګرځېدلې او اوس یې اور د جګړې د لمسونکو لمنې ته رسېدلی او امریکا او فرانسه یې په ګډوډۍ او بلواکې ډوبې کړې دي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې ورځو کې هم امریکا او هم فرانسه، او تر یوه بریده د ایټالیا په څېر نور اروپايي هېوادونه چې له صهیونیستي رژیم او امریکا سره یې د ایران پر ضد په جګړه کې همکاري کړې وه، د مظاهرو، ګډوډیو او بلواو په منګولو کې راګیر شوي دي.
د تهران چاپ جوان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼې په یوه راپور کې د «د اروپا د کیڼ او ښي اړخو ترمنځ د شخړو» تر سرلیک لاندې، په فرانسه کې پراخې مظاهرې په دغه هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو درزونو د ژورېدو نښه بللې ده. د دې ورځپاڼې په لیکنه، هغه مظاهرې چې په پیل کې د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د زړېدو او د زدهکړو په برخه کې د نابرابرۍ په اړه د زدهکوونکو له غوښتنو څخه پیل شوې وې، اوس د ګرانیو، د کورونو او سون توکو د لګښتونو او د پېرلو د ځواک د کمېدو له نارضایتۍ سره تړل شوې دي.
د جوان د راپور له مخې، د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرو د عامه شتمنیو د ویجاړېدو، اورلګېدنو، د پلورنځیو د لوټلو او له امنیتي ځواکونو سره د نښتو لامل شوې دي. د فرانسې کورنیو چارو وزارت د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۵۵۰ زره تنه اعلان کړی، په داسې حال کې چې د «سيژېتې» کارګرې اتحادیې دغه شمېر ۸۰۰ زره تنه اټکل کړی دی. همدارنګه، راپورونه د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د نیول کېدو او د پولیسو د څه باندې ۱۵۰ مأمورینو د ټپي کېدو ښکارندویي کوي.
جوان لیکي چې د فرانسې حکومت د تاوتریخوالي پړه پر افراطي کیڼ اړخو او د کډوالو پر یوې ډلې اچوي؛ هغه چلند چې ډونالډ ټرمپ او مرستیال یې هم د پولو د تړلو او د کډوالو د ادغام پر اړتیا په ټینګار سره ورڅخه ملاتړ کړی دی. په مقابل کې، کیڼ اړخ بهیرونه د بحران ریښې په اقتصادي فشارونو، ټولنیزې نارضایتۍ او د عامه خدمتونو د کیفیت په ټیټېدو کې ویني.
دغه ورځپاڼه په دوام کې، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او هسپانیې ته د مظاهرو پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې وروستي بدلونونه له یوې یوازې د زدهکوونکو له بحران څخه ورهاخوا تللي او د فرانسې د حکومت پر وړاندې په یوه پراخې ننګونې بدل شوي دي؛ همدارنګه، دا په اروپا کې د کیڼ او ښي اړخو جریانونو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو نښه ده.
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼه
جام جم ورځپاڼې «د محمد له نوم څخه د ټرمپ د ویرې» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې د ایران او امریکايي مسلمان سیاستوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ په څرګندونو کې د «محمد» نوم تکرار څېړلی دی. د دې ورځپاڼې په لیکنه، ټرمپ په ځینو مواردو کې د خلکو د نومونو په قصدي بدلولو یا د هغوی پر مذهبي هویت په ټینګار سره، په مسلمانو ټولنو کې عام نومونه له ګواښ او افراطپالنې سره تړي.
په دې راپور کې د میشیګان ایالت څخه د امریکا د سنا مجلس په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند د نوماند عبدل السید په اړه د ټرمپ څرګندونو ته اشاره شوې ده. ټرمپ ویلي چې ان که د دغه سیاستوال نوم محمد هم نه وي، دی به یې محمد بولي. ټرمپ هغه «افراطي جهادیست» هم بللی دی. جام جم ورځپاڼه باور لري چې دا ډول چلند د سیاسي سیال د دریځونو د نیوکې پر ځای، د هغه مذهبي هویت په نښه کوي.
دغه ورځپاڼه همدارنګه د باراک اوباما په نوم کې د منځني نوم «حسین» پر یادولو د ټرمپ پخوانۍ ټینګار ته اشاره کوي او لیکي چې د داسې نومونو برجسته کول د خلکو د هویت او ملي وفادارۍ په اړه د شکونو رامنځته کولو لپاره کارول کېدای شي. په دوام کې، راپور د ایران، د فردو تأسیساتو او مذاکراتو په اړه د ټرمپ په څرګندونو کې د «محمد» نوم کارولو ته اشاره کوي او دغه چلند د ایران، اسلام او امنیتي ګواښونو د تړلو په چوکاټ کې څېړي.
جام جم ټینګار کوي چې د ایران او امریکايي مسلمان سیاستوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ په څرګندونو کې د «محمد» نوم تکرار یوازې یوه ژبنۍ لوبه یا د خلکو د نومونو په یادولو کې تېروتنه نه ده؛ لږ تر لږه په هغو مواردو کې چې نوموړي په قصدي ډول د اشخاصو نومونه بدل کړي یا یې پر مذهبي هویت ټینګار کړی، د یوه سیاسي الګو نښې لیدل کېدای شي: په مسلمانو ټولنو کې د عامو نومونو له ګواښ، افراطپالنې او له امریکايي هویت څخه له پردیتوب سره تړل.
د افغانستان هشت صیح ورځپاڼه
هشت صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې د «په بانکي نظام کې نه رغېدونکی زخم؛ په کابلبانک کې څه روان دي؟» تر سرلیک لاندې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د مرکزي بانک د څارنیز راپور پر بنسټ، په کابلبانک کې د مدیریتي ستونزو د دوام، د داخلي څارنې د کمزورۍ او د اصلاحي اقداماتو د نیمګړي پلي کېدو خبر ورکړی دی.
راپور د بانکي سرغړونو، د راکړو ورکړو او خزانې د څارنې د نیمګړتیاوو، د مسلکي کارکوونکو د کمښت او د داخلي تګلارو په پلي کولو کې د کمزورۍ پرده پورته کوي. همدارنګه، شاوخوا ۱۲ زره او ۵۰۰ غیرفعال حسابونه لا هم د بانک په بیلانسپاڼه کې پاتې دي او اړوندې پیسې یې مرکزي بانک ته نه دي لېږدول شوې. د بانکي سیستم نه نوي کېدل او د امنیتي او تخنیکي اقداماتو نیمګړي پاتې کېدل هم له نورو مطرح شویو ستونزو څخه دي.
په مالي برخه کې، د بانک د اټکل شویو عوایدو شاوخوا ۸۴ سلنه پر فیسونو او کمېشنونو تکیه، د عایداتي سرچینو د تنوع په برخه کې د کمزورۍ ترڅنګ، تر نیوکې لاندې راغلې ده. که څه هم راپور ښيي چې د بانک د نقدینې نسبتونه له ټاکل شوي مقرراتي حد څخه لوړ دي، خو د نقدینې له بحران سره د مقابلې لپاره د بانک عملي چمتووالی نه دی ازمویل شوی.
هشت صبح ورځپاڼه همدارنګه د څارنیزو کمېټو د کمزوري فعالیت، له مشتریانو څخه د ځینو اضافي کمېشنونو د اخیستلو، د بشري سرچینو په مدیریت کې د نیمګړتیاوو او د اصلاحي ژمنو د نه بشپړ پلي کېدو یادونه کوي. په ټوله کې، د راپور موندنې په کابلبانک کې د مدیریت، څارنې، تخنیکي زېربناوو او مالي سلامتۍ په برخو کې د نهحل شویو ستونزو انځور وړاندې کوي.
د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼه
اطلاعات روز ورځپاڼې د «یوناما د افغانستان ستونزه نه درک کوي» تر سرلیک لاندې په یوه یادښت کې، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف د مأمورینو له خوا د ترسره شویو نیونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په چلند نیوکې کړي دی.
د دې ورځپاڼې په لیکنه، د یوناما د بشري حقونو برخې په خپل تازه راپور کې په تېرو درېیو میاشتو کې د خپلسرو نیونو او توقیف لږ تر لږه ۴۴۳ موارد مستند کړي دي؛ خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه نیونې له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سمې بللې دي.
اطلاعات روز ورځپاڼه باور لري چې د دغو نیونو په اړه د یوناما د توصیف او د طالبانو د حکومت د څرګند دریځ ترمنځ جدي تناقض شته. دغه ورځپاڼه یوناما تورنوي چې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د زمینه د ساتلو لپاره، د طالبانو د حکومت د سیاستونو ماهیت او د بشري حقونو په نقض کې د هغې د رسمي جوړښتونو رول له پامه غورځوي.