-
قالیباف: پوځي ګواښونه د ایران پر پرېکړو اغېز نه شي کولای
Oct 21, 2026 10:54پارس تودی – د ایران د اسلامي شورا د پارلمان مشر وویل: ګواښونه او پوځي خوځښتونه نه شي کولای د ایران د اسلامي جمهوریت پر ستراتیژیکو پرېکړو اغېز وکړي.
-
د جګړې په کال کې د ایراني زدهکوونکو تاریخي علمي لاسته راوړنه؛ ۱۸ د سرو زرو مډالونه
Oct 21, 2026 15:12پارس ټوډی– ایراني زدهکوونکو په ۲۰۲۶ کال کې په نړیوالو کچو علمي سیالیو کې ۱۸ د سرو زرو، ۱۶ د سپینو زرو او ۱۷ د برونزو مډالونه وګټل؛ په داسې حال کې چې جګړې او د انټرنېټ محدودیتونو د دوی د چمتووالي بهیر له ستونزو سره مخ کړی و.
-
ایران د کوانټمي ټکنالوژۍ د عملي زدهکړو د پرمختللو لابراتوارونو لرونکو هېوادونو په کتار کې
Oct 21, 2026 14:28پارس ټوډی – د ایران په شریف صنعتي، اصفهان او شهید بهشتي پوهنتونونو کې د درېیو پرمختللو ښوونیزو لابراتوارونو په پرانیستل کېدو سره، ایران د کوانټمي ټکنالوژۍ د عملي زدهکړو د پرمختللو لابراتوارونو لرونکو هېوادونو په کتار کې شامل شو.
-
بقایی: مطلقا هیڅ ګوزار بې ځوابه نه پریږدو
Oct 21, 2026 13:53د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې امریکا ایران ته پیغام ورکړی دی د حملې نیت لري
-
د «جان فدایان» ایران روزنه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د تلې ۲۸ نیټه
Oct 21, 2026 13:21د «جان فدا» د طرحې یوشمیر ثبتونکو د امام حسین علیه السلام د روزنې په مرکز کښې په شتون سره د دغه طرحې د روزنې پړاونه تیر کړل.
-
ایران د کیوبا پر وړاندې د امریکا لاسوهونکې اقدامات وغندل
Oct 21, 2026 12:34پارس تودی-د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په شپه په یوه اعلامیه کې د کیوبا پر وړاندې د امریکا لاسوهونکې اقدامات وغندل.
-
د ایران په سنندج کښې د جان فدایان ایران مانوره
Oct 21, 2026 12:30د ایران د جان فدایان یعني په ایران باندې د ځان د قربانولو مانوره پرون د خلکو د بیلابیلو پرګنو په شتون سره په سنندج سیمه کښې وشوه.
-
د سپاه پاسداران ویاند: د هرمز تنګی سل په سله بند دی؛ امریکا یې د یو شیبې د خلاصولو وس هم نه لري
Oct 21, 2026 12:24پارس تودی – د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویاند، د دې په ټینګار سره چې د هرمز تنګی سل په سلو کې تړلی دی، وویل: هېڅ امریکایي یا صهیونیستي جنګي بېړۍ ته اجازه نه ورکول کېږي چې دې سمندري لارې ته ننوځي او موږ امریکایي جنګي بېړۍ ۷۰۰ کیلومتره شاته شړلې دي.
-
د سیمې ټولې ستونزې د امریکا د جنګ غواړي خوي له امله دي
Oct 21, 2026 05:08د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشرډاکټر مسعود پزشکیان د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې د سیمې ټولې ستونزې د امریکا د جنګ غواړي خوی له امله رامنځته کېږي او امریکایان باید تر هر ډول خبرو مخکې ګواښونه او بندیزونه پاي ته ورسوي.
-
بقايي: هر ډول احتمال په هر وخت کې په پام کې نیسو؛ د ایران مدافعین د تېريګرو د هر ډول شرارت د مخنیوي لپاره چمتو دي
Oct 21, 2026 12:17د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي»، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینو عبري ژبو سرچینو راپور ورکړی، چې اسراییلي چارواکو له ځینو سیمهییزو لورو سره په لیدنو کې پر ایران د جنګ احتمال څېړلی، وویل: