-
حافظ؛ د ایران او افغانستان ګډ فرهنګي او تمدني میراث
Oct 21, 2026 11:02پارس تودی-په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار وویل: د حافظپېژندنې د ګډو غونډو پراختیا کولای شي د فارسي ادبي میراث په لا کره پېژندنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
-
عراقچي: امریکا د ډیپلوماسۍ لاره تړلې ده؛ جګړې ته چمتو یو، خو جګړه نه غواړو
Oct 21, 2026 10:46پارس تودی-د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلاماباد په تفاهملیک کې پر خپلو ژمنو د ایران د بشپړې ژمنتیا په ټینګار سره وویل: نړۍ باید پوه شي چې امریکا ده چې د ډیپلوماسۍ لاره تړي، نه ایران؛ موږ لکه څنګه چې جګړې ته چمتو یو، همدومره ډیپلوماسۍ ته هم چمتو یو.
-
د تهران او اسلاماباد ډیپلوماټیکې هڅې؛ د سیمې د کړکېچونو د کنټرولو لپاره یوه مهمه لاره (سیاسی تبصره)
Oct 21, 2026 06:32د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د پوځ دعمومی قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر ترمنځ لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د سیمې سیاسي او امنیتي وضعیت له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د دې لیدنې اساسي چورلیز د کړکېچونو کمول، د ډیپلوماټیکو لارو چارو په وسیله د ستونزو حل او د جنګ د بیا زیاتیدا د مخنیوي لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
-
د دوو میلیونو بېرل تېلو لېږدوونکې سرغړوونکې بېړۍ وچاودېده
Oct 21, 2026 05:40د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې خبرتیا کې ووئيل؛ د هرمز تنګي په جنوب کې یوه سرغړوونکې ستره تیل وړونکې بېړۍ له سمندمری ماین سره له جنګیدو وروسته وچاودېده.
-
ایران ته د قطر هېڅ ډول پلاوي سفرنه دی کړی
Oct 21, 2026 05:32د ځینو سرچینو د ادعاوو پر خلاف، د قطر هېڅ پلاوی ایران ته نه دی راغلی.
-
د بډاي شوو یورانیمو یوه ذره به هم له ایرانه بهر ونه ایستل شي
Oct 21, 2026 05:27د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په لیدنې کې وویل چې ټول بډاي شوي اټومي مواد به په ایران کې پاتې شي او ان یوه ذره به یې هم له هېواده بهر نه شي.
-
د صهیونیسټي رژیم نوي امنیتي نظریه ورته د نجات هیڅ لاره نه لري
Oct 20, 2026 14:15پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن مشر ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم نوی امنیتي ډکټریّن یا نظریه له وړاندې ماتې خوړلې ده.
-
هرمزګان؛ د فارس خلیج د وروستیو کښتۍ جوړوونکو کور
Oct 20, 2026 14:48پارس تودی- د ایران په سوېل کې د هرمزګان ولایت د فارس خلیج د ښکلو سواحلو په اوږدو کې لا هم داسې صنعتکاران شته چې د لرګیو کښتۍ (لنجونه) په لاس جوړوي او هغه سمندري دود ژوندی ساتي چې له پېړیو راهیسې یې ساحلي ټولنې له سمندر سره تړلې دي.
-
ایران، انډونیشیا او ویتنام د مخابیراتي او ټکنالوجیکي ملګرتیاؤ همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Oct 20, 2026 13:07پارس ټوډې - د ایران د مخابیراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ، نوښت او نړیوالو چارو مرستیال، له انډونیشیائي او ویتنامي له سفیرانو سره په جلا جلا لیدنو کې، د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
تورن جنرال رضايي: د سیمې ثبات په څو اړخیزو همکاریو پورې تړلی دی
Oct 20, 2026 12:40پارس ټوډې —د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې، د ایران او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران پر ارادې ټینګار وکړ.