ایران ته  د قطر هېڅ ډول پلاوي سفرنه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i180330-ایران_ته_د_قطر_هېڅ_ډول_پلاوي_سفرنه_دی_کړی
د ځینو سرچینو د ادعاوو پر خلاف، د قطر هېڅ پلاوی ایران ته نه دی راغلی.
(last modified 2026-10-21T01:05:24+00:00 )
Oct 21, 2026 05:32 Asia/Kabul
  •  ایران ته  د قطر هېڅ ډول پلاوي سفرنه دی کړی

د ځینو سرچینو د ادعاوو پر خلاف، د قطر هېڅ پلاوی ایران ته نه دی راغلی.

د تسنیم خبري آژانس د  راپور له مخې، د هغو ادعاګانو پر خلاف چې ګواکې د قطر یو ډیپلوماټیک پلاوي پرون ناوخته ایران ته سفر کړی، یوې باخبرې سرچینې تسنیم خبري آژانس ته ویلي چې د قطر هېڅ پلاوی ایران ته نه دی راغلی.

تر دې مخکې، ځینو سرچینو د یوې الوتکې د انځور په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د قطر یو لوړپوړی ډیپلوماټیک پلاوی د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د مشورو او خبرو لپاره تهران ته سفر راکړی دی.

خو د ترسره شویو څېړنو پایلې ښئي چې دغه ډول هېڅ پلاوی ایران ته نه دی وارد  شوی او اساساً ایران ته د یوه قطري پلاوي د سفر هېڅ پلان هم نشته.