د ډیپلوماسۍ ژبه باید د پوځي تېري حقیقت پټ نه کړي
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي؛ اسماعیل بقایي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي، د امریکا د واشنګټن پوهنتون د یوې څېړنیزې مقالې د لینک په خپرولو سره، په ایکس ټولنیزچینل کې ولیکل: تېري په خپل اصلي نوم سره یاد کړو، د هغه مسؤلین مشخص کړو او اجازت ورنه کړو چې ډیپلوماټیکه ژبه حقیقت پټ کړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقایي په ایکس چینل کې د «کله چې د جنګ خبره وي، هغه نوم چې مونږ ئې ورته کاروو، اهمیت لري» په عنوان سره د واشنګټن پوهنتون د یوې څېړنیزې مقالې لینک خپور کړ او وې لیکل:هغه ژبه چې د جنګونو د نومولو لپاره کارول کېږي، د جنګ د پیل مسؤلیت پټولی شي، او داسې روایتونه رامنځته کړي چې د تېري کوونکو په ګټه تمام شي.
کله چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو پوځي تېری د “ایران شخړه” وبلل شي، نو تېري کوونکي د روایت له چوکاټه حذفېږي او په پایلې کې د مسؤلیت بار په ضمني ډول هغه لوري پر اوږو اچول کېږي چې د تېري هدف ګرځیدلی او قرباني شوی دی.
بقایي ټینګار وکړ: د نومونې دا ډول کارول بېپلویتوب نه دی، بلکې د بېطرفۍ په پوښښ سره د واقعیت قصدي تحریف دی. تېري باید په خپل اصلي نوم یاد کړو، د هغه مسؤلین مشخص کړو او اجازت ورنه کړو چې ډیپلوماټیکه ژبه حقیقت پټ کړي.»