-
د عراق د باندنیو چارو وزیر:د فلسطین د ځمکو نیواک او د ښارګیو د جوړولو کار باید پاې ته ورسیږي
Oct 17, 2026 13:32پارس ټوډې - د عراق د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا موسسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطین د خاورې د نیواک پای ته د رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
یحیی سنوار؛ د فلسطین د ملت د مبارزې په تاریخ کې تلپاتې اتل
Oct 16, 2026 12:38پارس ټوډی ـ د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی شهید مشر «یحیی سنوار» د فلسطین د ملت د مبارزې د تاریخ په یوه حساسې دوره کې د اشغال پر وړاندې د خپل ځانګړي چلند له امله د راتلونکو نسلونو لپاره په تلپاتې اتل بدل شو.
-
بقایي: انګلستان دې د واقعیتونو په تحریفولو سره په لوېدیځه اسیا کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې خپل رول نه پټوي.
Oct 16, 2026 12:17پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبند د څرګندونو په غبرګون کې وویل، لندن نه شي کولای د واقعیتونو په تحریفولو او له خپل اصلي رول څخه د پام اړولو له لارې په لوېدیځه اسیا کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې خپل ویجاړوونکی رول پټ کړي.
-
اوباما: اسرائیل باید ومني چې فلسطینیان له خپلې خاورې نه ځي
Oct 16, 2026 04:43زمونږ خبریال راپور راکړي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، په داسې حال کې چې ټینګار یې وکړ شاوخوا اووه میلیونه فلسطینیان په سیمه کې ژوند کوي او له دې ځایه به ولاړ نه شي، وویل چې اسرائیل باید دا حقیقت ومني.
-
د فلسطین مجاهدینو غورځنګ په نیواکي قدس کې د کولمبیا د سفارت پرانیستل وغندل
Oct 16, 2026 04:06زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د مجاهدینو غورځنګ په یوه اعلامیه کې په نیواکي قدس ښار کې د کولمبیا د حکومت له خوا د سفارت پرانیستل غندلي او رد کړي دي.
-
پر غزې د اسرائیلو د رژیم په بریدونو کښې یو کس شهید او څو تنه ټپیان شول
Oct 15, 2026 06:35پارس تودي – د غزې ښار په لوېدیځ کښې پر یوه اپارتمان د اسرائیلو د رژیم د جنګي الوتکو په برید کښې یوه فلسطینۍ ښځه شهیده شوه او یو شمېر نور کسان ټپیان شول، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
-
سردار عظمایي: د امریکايي بېړیو د ډوبَولو لپاره شېبې شمېرو
Oct 14, 2026 06:21د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.
-
عربستان د آرامکو د تېلو پر چاڼځای د یمني ځواکونو د توغندي لګېدل ومنل
Oct 14, 2026 05:40د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ادعا وکړه چې د آرامکو شرکت یوه اداري ودانۍ په نښه شوې او له امله ئې «محدود اورلګېدنه» رامنځته شوې ده.
-
د یمن د ماشومانو په ملاتړ په کراچۍ کې د زدهکوونکو سمبولیکه غونډه
Oct 14, 2026 05:27پارسټوډې ـ د پاکستان د کراچۍ ښار د اسلامي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یمن له خلکو سره د پیوستون په موخه یوه سمبولیکه غونډه جوړه کړه او د دغه هېواد د محاصرې پای ته د رسولو، د بشري مرستو د لېږلو او په سیمې کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه ئې وکړه.
-
په امریکا او کاناډا کښې د فلسطین د ملاتړ له امله ۷۶ استادان او پوهنتوني کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي
Oct 13, 2026 09:38پارس تودي – د لوېدیځې اسیا د مطالعاتو ټولنې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې، په امریکا او کاناډا کښې ۷۶ استادانو او پوهنتوني کارکوونکو د فلسطین د ملاتړ اړوند دریځونو یا فعالیتونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.