اوباما: اسرائیل باید ومني چې فلسطینیان له خپلې خاورې نه ځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i180034-اوباما_اسرائیل_باید_ومني_چې_فلسطینیان_له_خپلې_خاورې_نه_ځي
زمونږ خبریال راپور راکړي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، په داسې حال کې چې ټینګار یې وکړ شاوخوا اووه میلیونه فلسطینیان په سیمه کې ژوند کوي او له دې ځایه به ولاړ نه شي، وویل چې اسرائیل باید دا حقیقت ومني.
(last modified 2026-10-16T00:14:58+00:00 )
Oct 16, 2026 04:43 Asia/Kabul
  • اوباما: اسرائیل باید ومني چې فلسطینیان له خپلې خاورې نه ځي

زمونږ خبریال راپور راکړي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما، په داسې حال کې چې ټینګار یې وکړ شاوخوا اووه میلیونه فلسطینیان په سیمه کې ژوند کوي او له دې ځایه به ولاړ نه شي، وویل چې اسرائیل باید دا حقیقت ومني.

هغه زیاته کړه، تمه نه شي کېدای چې فلسطینیان د تل لپاره پر ځان تپل شوي شرایط ومني.

 امنیت یوازې د دېوالونو په جوړولو، پوځي قدرت  او د فلسطینیانو د حقونو په له پامه غورځولو نه شي تأمینېدای.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما دا څرګندونې د انګلستان د ویناوو د سفر په ترڅ کې او په  بلفاسټ ښار کې له خبریالې او لیکوالې «سوزان مک‌کي» سره په یوه مرکه کې وکړې.

د امریکا پخواني ولسمشر د فلسطینیانو په اړه د اسرائیلي رژیم د اوسني حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، پر پوځي او ټیکنالوژیک برلاسي تکیه کول او د  امتیاز له  ورکولو ډډه کول ښايي په لنډ مهال کې پایلې ولري، خو تلپاتې امنیت نه شي رامنځته کولای او د اسرائیلو اخلاقي دریځ کمزوری کوي.

اوباما د فلسطین د مسئلې تاریخي جرړو ته په اشارې زیاته کړه، فلسطینیانو خپلې ځمکې له لاسه ورکړې دي او طبیعي ده چې دا حالت ناعادلانه وبولي او د خپلو حقونو او ځمکو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

هغه د تاوتریخوالي رښتینی پای ته رسول، د غزې د خلکو د کړاوونو کمول، په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي  ښارګوټو د پراخولو بندول او د غزې د بیارغونې لپاره مرسته کول بیړني لومړیتوبونه وبلل.