-
عربستان د یمن پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو د نتیجو مسؤل دی
Oct 06, 2026 12:32پارستودي ـ د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند او د یمن د مرکچي پلاوي مشر خبرداری ورکړی: سعودي عربستان د یمن پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو د ټولو نتیجو مسؤل دی.
-
حزبالله: مقاومت د لبنان د جنوب د آزادولو ملي انتخاب دی
Oct 05, 2026 04:08پارس ټوډې- د حزبالله د اجرائیوي شورا مشر شیخ «علي دعموش» ټینګار وکړ چې مقاومت د صهیونیسټ دښمن د طمعو پر وړاندې د لبنان د خاورې د دفاع لپاره ملي او اړین انتخاب دی او دغه غورځنګ په ټینګه د دې لارې پر دوام ټینګار کوي.
-
په اصفهان کې د «جانفدایان ایران» رزمایش
Oct 04, 2026 14:39د « اصفهان جانفدایان ؛ نصف جهان» ستره غونډه نن د بېلابېلو ولسي ډلو او پرګنوپه ګډون له «آزادي میدان» څخه پیل شوه. ګډونوالو د «ګلستان شهدا» پر لور په حرکت سره د اصفهان د خلکو د حضور او همدردۍ څرګنده صحنه نندارې ته وړاندې کړه.
-
ولایتي: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي
Oct 04, 2026 10:23پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار اماراتیانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی د ایران وو او د ایران به پاتې شي.
-
د پاکستان دفاع وزیر:د نړي خلک نور د اسرائیلو په تبلیغاتو باندې باور نه کوي
Oct 02, 2026 16:34پارس ټوډې – د پاکستان دفاع وزیر د فلای دوبۍ د الوتکې له پېښې څخه د اسرائیلو د رژیم د لومړي وزیر د تبلیغاتي استفادې په غبرګون کې وویل، د نړۍ عامه افکار د بنیامین نتانیاهو پر ضد سخت دریځ نیولی او خلک نور د اسرائیلیانو په تبلیغاتو باور نه کوي.
-
په غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ پوځیانو او د ښارګي میشته خلکو یرغل
Oct 02, 2026 13:50پارس ټوډې- د لویدیځې غاړې څو سیمې د نن سهار د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د پوځیانو د بریدونو او د صهیونیسټ ښارګي مېشتو خلکو د بریدونو کتونکې وې.
-
د ۶۰ هېوادونو له ۲۰۰ ډېر سازمانونه د صهیونیستي رژیم د محاکمې لپاره بسیج کیږي
Oct 02, 2026 12:06زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړی چې د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې له ۲۰۰ ډېر سازمانونه د یوه نړیوال خوځښت په چوکاټ کې غواړي چې صهیونیستي رژیم د جنګي او د بشریت ضد جرمونو د ترسره کولو له امله محاکمه شي، دغه رژیم ته د وسلو رسونه ودرول شي او د نړیوالو قوانینو له مخې حساب ورکولو ته اړ شي.
-
په مسجدالحرام کې د ځانمرګي برید ادعا ناسمه ده
Oct 02, 2026 06:10ځینو بهرنیو خبري سرچینو یوه پخوانۍ ویډیو په دې ادعا خپره کړې چې ګواکې په مسجدالحرام کې د یوه ځانمرګي چاودېدونکي برید مخه نیول شوې ده؛ خو ظاهراً دا ویډیو د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ده.
-
رضايي اماراتو ته: د غزې د قصاب کوربهتوب به مثبتې پایلې ونه لري
Oct 01, 2026 05:18پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، سرلشکر رضايي اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د غزې د «قصاب» کوربهتوب به مثبتې پایلې ونه لري.
-
تفسیر | ابوظبي ته د نتانیاهو د سفر په اړه د ایران رسمي غبرګون؛ اماراتو او سیمې ته خبرداری
Sep 30, 2026 13:50پارسټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۹مه، ابوظبي ته د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پټ سفر او د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید سره د هغه د لیدنې په غبرګون کې رسمي اعلامیه خپره کړه.