په مسجدالحرام کې د ځانمرګي برید ادعا ناسمه ده
Oct 02, 2026 06:10 Asia/Kabul
ځینو بهرنیو خبري سرچینو یوه پخوانۍ ویډیو په دې ادعا خپره کړې چې ګواکې په مسجدالحرام کې د یوه ځانمرګي چاودېدونکي برید مخه نیول شوې ده؛ خو ظاهراً دا ویډیو د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ده.
په ویډیو کې یو سعودي شخص، چې له رواني ستونزو سره مخ و، کعبې ته نږدې پر خپلو جامو پټرول اچوي او هڅه کوي ځان ته اور واچوي.
هغه مهال د مسجدالحرام ځانګړو امنیتي ځواکونو سمدستي اقدام وکړ، نوموړی یې مهار کړ او د اور له بلولو یې مخنیوی وکړ.
په دې پېښه کې نه مالي زیان او نه هم مرګژوبله رامنځته شوې وه.
له همدې امله، خپره شوې ویډیو د یوې پخوانۍ پېښې ده چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ځانمرګي او چاودېدونکي کمربند د جعلي روایت له مخې بیا خپرېږي.
ټیګونه