د ټرمپ تکراري څرګندونې: ایران د تسلیمېدو لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179200-د_ټرمپ_تکراري_څرګندونې_ایران_د_تسلیمېدو_لپاره_چمتو_دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تکراري څرګندونو کې ویلي: ایران د تسلیمېدو لپاره چمتو دی. اوس کولای شو په اسانۍ سره بریالي شو.
(last modified 2026-10-02T02:12:09+00:00 )
Oct 02, 2026 06:39 Asia/Kabul
  • د ټرمپ تکراري څرګندونې: ایران د تسلیمېدو لپاره چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تکراري څرګندونو کې ویلي: ایران د تسلیمېدو لپاره چمتو دی. اوس کولای شو په اسانۍ سره بریالي شو.

ټرمپ په ټکساس کې د خبرو پر مهال خپلې پخوانۍ څرګندونې بیا تکرار کړې او ویلي: «زه باور لرم چې له ټاکنو سمدستي وروسته به بریالي شو، خو ښايي تر ټاکنو مخکې هم.»

هغه یو ځل بیا د ایران د پوځي ځواک د له منځه تلو ادعا تکرار کړه او ویې ویل: «هغوی یو شمېر توغندي لري، خو موږ یې مقابله کولای شو. یو شمېر توغندي لري، خو ډېر لږ یې پاتې دي. د وسلو د جوړولو لپاره د ایران وړتیا له منځه تللې او ډېری قوماندانان یې وژل شوي دي.»

ټرمپ، چې تر اوسه یې پر هېڅ هوکړه عمل نه دی کړی، ایران یې د هر احتمالي هوکړې د ماتولو په اړه تورن کړ او ویې ویل: «خو کله چې له هغوی سره هوکړه کوئ، ډېر احتمال شته چې پر هغې عمل ونه کړي.»

ټرمپ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «ایران باید یوه سخته او هوښیارانه پرېکړه وکړي، که نه نو په اوږدمهال کې به دوام ونه شي کړای.»