متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179196-متقي_د_مسکو_فارمټ_غونډې_لپاره_روسیې_ته_ځي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، سرپرست وزیر امیرخان متقي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې کې د ګډون لپاره د اکتوبر په ۵مه روسیې ته سفر وکړي.
(last modified 2026-10-02T02:05:57+00:00 )
Oct 02, 2026 06:33 Asia/Kabul
  • متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، سرپرست وزیر امیرخان متقي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې کې د ګډون لپاره د اکتوبر په ۵مه روسیې ته سفر وکړي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، متقي به د روسیې په رسمي بلنه په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له روسي چارواکو او د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره به دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.

د راپورونو له مخې، په غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې استازي ګډون وکړي.

تمه ده په دې ناسته کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وشي.

 د روسیې د چارواکو په وینا، د غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.