Nov 12, 2024 13:18
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې، د افغانستان اقلیم د یو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ د دې مسئولیت لري، چې چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.