الجزیره: روسیه د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي
د الجزیرې د راپور له مخې، روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې چټکې کړې دي.
د دغه را پور له مخې؛ د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره لیدلي او د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین کابل ته ولاړ، چې د طالبانو د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره خبرې وکړي.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو معلومات ښيي، چې د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي افغانان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان وو.
پاکستان ادعا کوي، چې ټيټيپي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو طالبان دا تور ردوي. شنونکي وایي، د روسیې اصلي اندېښنه د داعش خراسان ګواښ دی او ښايي مسکو ونه شي کړای د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات حل کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د مسکو او کابل اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو سوداګري دوه برابره شوې ده.