امریکایان د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i180074-امریکایان_د_هرمز_تنګي_ته_د_نږدې_کېدو_جرئت_نه_لري
پارس‌ ټوډی –  د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند، امیر بریدجنرال اکرم‌نیا ویلي، امریکایان د ایران له ساحلونو څخه د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې دي او د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري.
(last modified 2026-10-17T01:07:35+00:00 )
Oct 17, 2026 05:36 Asia/Kabul
  • امریکایان د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري

پارس‌ ټوډی –  د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند، امیر بریدجنرال اکرم‌نیا ویلي، امریکایان د ایران له ساحلونو څخه د ۵۰۰ کیلومترو په واټن کې دي او د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري.

د صداو سیما خبري اژانس د را پور له مخې؛ اکرم‌نیا د ایران د هوايي دفاعي پوښښ د پیاوړتیا په خبر ورکولو سره ویلي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د دویمې او درېیمې تحمیلي جګړې په پرتله اوس له پیاوړو دفاعي وړتیاوو برخمن دي.

هغه زیاته کړه، د ایران د پوځ او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هوافضا ځواک ګډ پوځي تمرینونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې نوي دفاعي تجهیزات او د جګړې نوي تاکتیکونه ازمویل شوي دي.

د ایران د پوځ ویاند د سوداګریزو بېړیو له مالکانو وغوښتل چې د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره له ایراني وسله‌والو ځواکونو سره همغږي وکړي او د فارس خلیج د اوبو لارې د مدیریت ادارې اجازه ترلاسه کړي.

اکرم‌نیا د هرمز تنګي د ناامنۍ او نړیوال اقتصاد ته د زیان رسېدو لامل د امریکا مداخله او حضور وباله او له دې تنګي څخه یې د امریکايي ځواکونو ایستل د ثبات د بېرته ټینګښت یوازینۍ لار وبلله.

هغه په پای کې وویل، امریکایان د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو جرئت نه لري او له ایراني ساحلونو څخه تر ۵۰۰ کیلومترو ډېر واټن لري.

نوموړي زیاته کړه، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پلان شویو عملیاتي اقداماتو په پلي کېدو سره به امریکايي ځواکونه په راتلونکو ورځو کې لا لرې سیمو ته ولاړ شي.