انصارالله خواستار تحقیق بین المللی درباره تجاوز به یمن شد
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i180046-انصارالله_خواستار_تحقیق_بین_المللی_درباره_تجاوز_به_یمن_شد
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي محمد الفرح وویل، موږ پر یمن د سعودي عربستان د تېري په اړه د یوې بې‌طرفه او خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کوو.
(last modified 2026-10-16T02:05:34+00:00 )
Oct 16, 2026 06:34 Asia/Kabul
  • انصارالله خواستار تحقیق بین المللی درباره تجاوز به یمن شد

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي محمد الفرح وویل، موږ پر یمن د سعودي عربستان د تېري په اړه د یوې بې‌طرفه او خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کوو.

الفرح نن  سهار له المیادین ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړه، جنګ، کلابندۍ، د خوړو او درملو د واردولو مخنیوي او د درملنې لپاره بهر ته د سفرونو پر وړاندې خنډونو د یو میلیون او ۴۰۰ زره ملکي وګړو د مړینې لامل شوي دي.

 نوموړي وویل، د یمن درې لکه  نور خلک  هم په بمباریو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، سعودي عربستان  د ملکي وګړو د وژل کېدو مسؤلیت لري، ځکه چې د پخوانیو خبرداریو له پام کې نیولو پرته، د بیخ بنایانو  د ساتنې لپاره له ملکي وګړو څخه د انساني سپر او ډهال  په توګه کار اخلي.

الفرح سعودي عربستان ته په خطاب کې وویل: «تاسو یوازې دوه لارې لرئ؛ یا له یمن څخه لاس واخلئ او یا د خپلو کړنو د پایلو انتظار وباسئ.»

هغه څرګنده کړه: که پر یمن د تېري پلمه له ایران سره مقابله وي، نو ایران له جغرافیایي پلوه تر صنعا تاسو ته نږدې دی.