-
د یمن د خلکو د سعودي دښمن د تېري او کلابندۍ خلاف میلیوني لاریون وکړ
Oct 10, 2026 09:54پارس تودي – د سعودي دښمن د تېري او کلابندۍ پر وړاندې د عمومي بسیج تر شعار لاندې د یمنیانو میلیوني لاریون د جمعې په مازیګر د صنعا ښار په السبعین میدان او د یمن د نورو ولایتونو په میدانونو کښې ترسره شو.
-
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د سوریې پر یوه کلي یرغل وکړ
Oct 10, 2026 05:18زمونږ خبریال راپور راکړي خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د سوریې د قنیطرې ولایت پر یوه کلي باندې یرغل کړی دی.
-
د انصارالله لوړپوړی غړی: د باب المندب تنګی یوازې د سعودي عربستان د کشتیو لپاره بند دی
Oct 10, 2026 05:12زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي حزام الاسد ویلي، د باب المندب تنګی د ټولو پر مخ خلاص دی او یوازې د سعودي عربستان د کشتیو لپاره تړل شوی دی.
-
ملګري ملتونه: په غزه کې کابو ۵۰ زره ښځې او نجونې شهیدانې شوې یا سختې ژوبلې شوې دي
Oct 10, 2026 04:57زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د غزې تړانګې پر ضد د نسلوژنې جګړې له پیل راهیسې، کابو ۵۰ زره فلسطینۍ ښځې او نجونې شهیدانې شوې یا سختې ټپیانې شوې دي.
-
حماس: ناوي پیلای ته د نوبل د سولې جایزې ورکول په غزه کې د جنایتونو په اړه د حساب ورکولو پر لور مهم ګام دی
Oct 10, 2026 04:47زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنوبي افریقا د حقوقپوهې او قاضي میرمن ناوي پیلای د ۲۰۲۶ میلادي کال د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې په توګه ټاکل، د بشري حقونو د دفاع او د نړیوالو قوانینو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د فلسطین په خاوره کې د هغې د فعالیتونو د ستاینې په هدف، د نړیوال عدالت پر لور مهم ګام او د فلسطین د خلکو پر وړاندې د نیواکګرو ځواکونو د جنایتونو نړیواله تاییدونه ده.
-
د اوراسیايي ملګرتیا له پراختیا د ګډو ګټو د خپلواکه هیوادونو هرکلی
Oct 10, 2026 04:23پارس ټوډې- د ګډو ګټو د خپلواکه هیوادونو د ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ د ترکمنستان د ترکمنباشي ښار په «آوازه» سیاحتي مرکز کې د خپلې غونډې په پای کې د ملګرتیاو او دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا او د اوراسیا سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د همکارۍ ۱۵ سندونه یې لاسلیک کړل.
-
د یمن وسله وال ځواکونه: د ریاض هوايي ډګر ته بشري الوتنې یوازې د صنعا په اجازه ترسره کېدای شي
Oct 10, 2026 04:07پارس ټوډې-د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د ریاض هوايي ډګر ته او له هغه ځایه بشري الوتنې یوازې هغه مهال ترسره کېدای شي چې په صنعا کې د بشري عملیاتو د همغږۍ له مرکز څخه اجازه ترلاسه کړي.
-
په غزې کې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۸ فلسطینیان شهیدان شول
Oct 09, 2026 13:40پارس ټوډې — د غزې په تړانګه کې د اوربند د پرلهپسې سرغړونو او د صهیونیستي رژیم د توپچي او هوايي بریدونو په دوام کې، د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې ۸ فلسطینیان، چې دوه ښځې او یو ماشوم هم پکې شامل دي، شهیدان شول.
-
د یمن د وسلهوالو ځواکونو خبرداری: د سعودي عربستان د تېلو له تاسیساتو لرې شئ
Oct 09, 2026 05:32پارس تودی ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند له ټولو کارپوهانو، انجنیرانو او د سعودي عربستان د تېلو د تاسیساتو له کارکوونکو وغوښتل چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره په دغو تاسیساتو کې له حضور څخه ډډه وکړي.
-
فلسطین: په درېیو کلونو کې له ۲۰ زرو ډېر زدهکوونکي وژل شوي
Oct 08, 2026 15:10د فلسطین د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر اوومې پورې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له ۲۰ زرو ډېر فلسطیني زدهکوونکي او محصلین وژل شوي دي.