د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د سوریې پر یوه کلي یرغل وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړي خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د سوریې د قنیطرې ولایت پر یوه کلي باندې یرغل کړی دی.
د سوریې الاخباریه ټیلي ويژن خبر ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم پوځیان د قنیطرې ولایت د رسم الحیادره کلي ته ننوتلي دي.
د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو د دغه کلي د اوسېدونکو کورونه او خلک تلاشي کړي دي.
د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې په سوریه کې د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو راهیسې، صهیونیسټ رژیم په دغه هېواد کې له رامنځته شوي امنیتي تشې(خلا) ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د اسرائیلو رژیم د سوریې پر مهمو دفاعي تاسیساتو او جنګي الوتکو باندې بمباریو وروسته، د سوریې په جنوب کې د قنیطرې سیمې ته هم پرمختګ کړی دی.
اسرائیلو د جبل الشیخ سټراټیژیکې لوړې څوکې په ګډون د سوریې په جنوب کې ځینې سیمې هم نیولې دي.