بقايي: آرش د ایران لپاره د سرشندنې او مسئولیتمنلو نښه ده
پارس تودي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ چې د یو ملت هویت، له توپیرونو او بېلابېلو سلیقو ورهاخوا، پر ګډو خاطرو او ارزښتونو ولاړ دی.
پارس تودي د ایرنا خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د تیره شپه(جمعه) په ایکس ټولنیزه شبکه کښې د «آرش» ډرامې د کتلو په اړه ولیکل: «نن شپه مې د «آرش» په زړهراښکونکې ډرامه کښې د ایران د تکړه هنرمندانو د ستاینې وړ هنر ولیده. آرش په دې روایت کښې یوازې د افسانو او اسطورو له نړۍ څخه یو اتل نه دی، بلکې د وطن لپاره د سرښندنې او مسئولیتمنلو نښه ده، چې باید تل یې درناوی وشي او دا ارزښت ژوندی وساتل شي.»
بقايي زیاته کړه: «اسطورې یوازې د تېر وخت کیسې نه دي، بلکې د یوه ملت ګډه حافظه ده، چې د یوې نالیدلې اړیکې په څېر موږ له خپلو جرړو، یو له بل سره او د ایران له معنا سره تړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «د بېلابېلو لیدلورو او سلیقو لرونکو هېوادوالو لیدل، چې د یوې ګډې اسطورې د بیا لوستلو لپاره سره راټول شوي وو، موږ ته را یادوي چې د یوه ملت هویت، له توپیرونو او سلیقو ورهاخوا، پر ګډو خاطرو او ارزښتونو ولاړ دی. د تاریخ په برخلیک ټاکونکو شېبو کښې هغه څه چې موږ ټول سره تړي او یو مو کوي، بل څه نه دي، بلکې وطن یعنې ایران دی.»