پزشکیان: د ۱۵ ګاونډیو په لرلو سره د ایران محاصره ناشونې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179636-پزشکیان_د_۱۵_ګاونډیو_په_لرلو_سره_د_ایران_محاصره_ناشونې_ده
پارس تودی ـ د ایران ولسمشر هیله څرګنده کړه چې ترکمنستان ته سفر به له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د اړیکو د لا پراختیا او د سمندري محاصرې د اغېزو د کمولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي. هغه وویل: دښمنان نه شي کولای په دومره اسانۍ سره ایران محاصره کړي؛ ځکه ایران له ۱۵ هېوادونو سره ګډه پوله لري او کولای شي د دغو هېوادونو له هر یوه سره د بېلابېلو لارو څخه اقتصادي، سوداګریزې، سیاسي او امنیتي راکړو ورکړو ته دوام ورکړي.
(last modified 2026-10-09T01:23:16+00:00 )
Oct 09, 2026 05:26 Asia/Kabul
  • پزشکیان د ایران ولسمشر
    پزشکیان د ایران ولسمشر

پارس تودی ـ د ایران ولسمشر هیله څرګنده کړه چې ترکمنستان ته سفر به له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د اړیکو د لا پراختیا او د سمندري محاصرې د اغېزو د کمولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي. هغه وویل: دښمنان نه شي کولای په دومره اسانۍ سره ایران محاصره کړي؛ ځکه ایران له ۱۵ هېوادونو سره ګډه پوله لري او کولای شي د دغو هېوادونو له هر یوه سره د بېلابېلو لارو څخه اقتصادي، سوداګریزې، سیاسي او امنیتي راکړو ورکړو ته دوام ورکړي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون، د پنجشنبې په ورځ، ترکمنستان ته تر روانېدو مخکې، چې هلته د خپلواکو دولتونو د مشترک‌المنافع هېوادونو د مشرانو شورا په دوو غونډو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون او وینا وکړي او همدارنګه د کسپین سمندرګي د ساحلي هېوادونو د مشرانو په چاپېریالي غونډه کې ګډون وکړي، وویل: د کسپین سمندرګي د راتلونکو نسلونو پانګه ده او که چاپېریال زیانمن شي، د دغه سمندرګي د غاړو هېوادونه به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: ککړتیا، د کسپین سمندرګي ته د اوبو د ورننوتو کمېدل او د دغه سمندرګي وچېدل، او همدارنګه د اوبنیو ژوو د ښکار زیاتوالی، له هغو ستونزو څخه دي چې سیمه ورسره لاس او ګرېوان ده. ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې د دغو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

پزشکیان ټینګار وکړ چې ترکمنستان ته سفر، له دې سره سره، یو ښه فرصت دی چې د دغو دوو غونډو له ګډون کوونکو هېوادونو سره د څو اړخیزو اړیکو، د یو اړخیزپالنې پر وړاندې د مبارزې، د انرژۍ په برخه کې د همکاریو او نورو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشي.

هغه څرګنده کړه: اړوندو وزیرانو د بېلابېلو کمېسیونونو په چوکاټ کې ترکمنستان ته سفر کړی او خبرې اترې روانې دي. دا یو ښه فرصت دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لا ژورې او د سمندري محاصرې له امله رامنځته شوې ستونزې راکمې کړو.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ: دښمنان نه شي کولای په دومره اسانۍ ایران محاصره کړي؛ ځکه ایران له ۱۵ هېوادونو سره ګډه پوله لري او کولای شي د دغو هېوادونو له هر یوه سره د اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي او امنیتي راکړو ورکړو بهیر ته دوام ورکړي.

د ایران ولسمشر په پای کې هیله څرګنده کړه چې دغه سفر به ټاکل شویو او له مخکې مشخص شویو موخو ته ورسېږِي.