د امام ابوحنیفه په پنځم نړیوال نندارتون کې د ایران پراخ حضور
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179546-د_امام_ابوحنیفه_په_پنځم_نړیوال_نندارتون_کې_د_ایران_پراخ_حضور
پارس تودی-پلازمېنه کابل نن د امام ابوحنیفه پنځم نړیوال نندارتون کوربه دی، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترڅنګ ګڼ شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو په کې ګډون کړی دی.
(last modified 2026-10-07T08:02:11+00:00 )
Oct 07, 2026 12:29 Asia/Kabul

پارس تودی-پلازمېنه کابل نن د امام ابوحنیفه پنځم نړیوال نندارتون کوربه دی، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترڅنګ ګڼ شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو په کې ګډون کړی دی.

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، په همدې لړ کې، ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې نندارتون کې پراخ حضور لري.

په همدې موخه د شاوخوا ۱۸۰ سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو په ګډون د ایران یو سوداګریز پلاوی د ایران – افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د رییس محمود سیادت په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې منشي، سید امین صیقل‌زنان، وايي چې په دې نندارتون کې د ایراني شرکتونو او پلاوو حضور د هر کال په پرتله زیات شوی دی.

د ښاغلي صیقل‌زنان په وینا، په دې نندارتون کې د ګډون کوونکو بهرنیو هېوادونو په منځ کې ایران تر ټولو پراخ حضور لري.

هغه هیله څرګندوي چې د دا ډول نندارتونونو جوړېدل وکولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي او په پایله کې د افغانستان او ایران د خلکو د اقتصادي وضعیت او ژوند د ښه والي لپاره مرسته وکړي.

تمه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګریز پلاوي غړي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې، د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ، له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم لیدنې ولري او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړي.