نور هېوادونه دې هم د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني
د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، مسکو هیله لري چې نور هېوادونه هم د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني
د تسنیم خبري اژانس د سیمهییز دفتر د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو له افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې وویل، مسکو هیله لري چې نور هېوادونه هم له روسیې څخه پیروي وکړي او د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
شویګو د امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د روسیې او افغانستان د همکاریو پراختیا ته په اشارې سره وویل، د روسیې له لوري د افغانستان د رسمي پېژندنې پرېکړې د دغو اړیکو له پرمختګ سره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د سیمې نږدې ټول هېوادونه له اوسني افغان حکومت سره په مستقیم ډول همکاري کوي
تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له متقي سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې نور هېڅ داسې خنډ د پخوانیو بندیزونو په چوکاټ کې نه دی پاتې چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په ټولو برخو کې د هڅو مخه ونیسي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې هم ټینګار کړی و چې له کابل سره د برابرې او دوهاړخیزې ګټورې همکارۍ د پراختیا او په نړیوال اقتصادي نظام کې د افغانستان د ادغام د اسانتیا لپاره «هېڅ بدیل» شتون نه لري.