«طوفان الاقصی»ناڅاپي او کوټلو عملیاتو د سیمې معادلې بدلې کړې
-
په تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» استازی خالد قدومي
پارسټودي: په تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس استازي «طوفان الاقصی» عملیات یو ضرورت وباله چې د سیمې معادلې ئې بدلې کړې دي
د پارسټودي د راپور له مخې، په تهران کې د حماس غورځنګ استازي خالد قدومي د «طوفان الاقصی» عملیاتو د پیل د لاملونو او لاسته راوړنو په اړه وویل: کلونه نیواک، دصهیونیسټي میشته ښارګوټو جوړول، پر مسجد الاقصی تېري، د غزې محاصره، د فلسطینیانو نیولل او وژل او د یوه ملت د حقوقو په اړه د نړۍ بېپامي، بالاخره د فلسطین د خلکو د زغم کاسه ډکه کړه.
قدومي وویل: د اکتوبر اوومه د اسرائیلو لپاره یوه سټراټیژیکه ماتې وه او د فلسطینیانو لپاره یوه مهمه بریا بلل کېږي؛ ځکه فلسطینیان وتوانېدل چې د صهیونیسټي رژیم له امنیتي خنډونو او اغزن تارونو تېر شي او نیواکي سیمو ته داخل شي.
هغه زیاته کړه: که هغوی ته لا ډېر امکانات او ملاتړ برابر شوی وای او نړیوالې ټولنې یوازې نه وای پریښي، نو لا ډېرې پوځي لاسته راوړنې ئې هم درلودلی شوې.
هغه وویل: فلسطینیان همداراز وتوانېدل چې د ګڼ شمېر صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسېدونکو او وسلهوالو کسانو په شمول، د اسرائیلیانو، د پوځيانو، په نیولو سره د خپلو یو شمېر بندیانو د اسرائیلو له زندانونو څخه د آزادېدو زمینه برابره کړي.
قدومي څرګنده کړه: د اکتوبر اوومې وښودله چې اسرائیل چمتو نه و او فلسطینیان وتوانېدل چې هغه غافلګیره کړي.
د هغه په وینا، تر ټولو مهمه دا وه چې فلسطینیانو ثابته کړه، له سختو جغرافیايي او پوځي محدودیتونو سره سره، اسرائیل ماتېدلی شي. یعنې هغه نظریه چې ویل کېدل اسرائیل ماته نه خوري ، په عملي توګه له منځه ولاړه.
هغه وویل: د اکتوبر اوومې عملیات حتی د سیمې معادلې هم بدلې کړې. دغې پېښې وښودله چې له اسرائیلو سره اړیکه لرل لازماً امتیاز یا د ژغورنې لاره نه ده، بلکې د ډېرو هېوادونو لپاره په یوې پېچلې سیاسي او حتی اخلاقي مسئلې بدله شوې ده.