د تبریز شاهي او تجارتی ماڼۍ او معماری میراث
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو یوځل بیا ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو چې د ایران د اسلامی جمهوریت دتبریز د معماری میراث او د شاهي ماڼیو او تجارتي ماڼیو د دودیز ودانیو او اصلی هنرونو په باب درسره وغږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
ګلونو آوریدونکو او کتونکو تبریز د ایران د تاریخي هستوګنیزې معمارۍ له تر ټولو بډایه مرکزونو څخه یو دی. په یوه وخت کې په دغه ښار کې کابو ۳۰۰ ارزښتمن زاړه کورونه پېژندل شوي وو چې له هغو یوازې کابو ۸۰ کورونه ساتل شوي او یا ئې کلتوري کارونه موندلي دي.
د ښار پاتې تاریخي کورونه، له قاجاري پړاؤ له اشرافي ماڼیو څخه رانیولې بیا تر سوداګریزو او سیاسي ارزښت لرونکو کورونو پورې، ښئي چې شتمنو کورنیو په حقیقت کې څنګه د انګڼو، د کور د دننه او بهر برخو د بېلوالي، آرسي کړکیو، رنګینو شیشو او د ځمکې لاندې د اوبو له فضاوو څخه په ګټې اخیستنې ژوند کاوه. دغه کورونه د یادګاري ودانیو په پرتله د ښاري ژوند په اړه لا نږدې او صمیمي انځور وړاندې کوي.
پارسټودې د پریس ټي وي چینل له قوله راپور ورکړی،له تاریخي مثالونو څخه ئې د تبریز د مشروطیت کور یادونه کولی شو؛ هغه ځای چې د مشروطیت د غورځنګ فعالان به پکې ټولېدل. همدارنګه د سوداګرو کورونه، لکه حریري کور او نیکدل کور، چې نقاشي شوي سینګارونه او له نړیوالې سوداګرۍ سره ئې اړیکې د تبریز د سوداګریزې پرګنې شتمني،ظرافت او نړیواله پراختیا څرګندوي.
تبریز د ایران د تاریخي استوګنیزې معمارۍ له تر ټولو بډایه مرکزونو څخه برخمن دی. دا میراث د ښار د اوږدمهاله سیاسي اهمیت، سوداګریزې ودې او د شهزادګانو، واکمنانو، سوداګرو، روڼاندو او سیاسي څېرو د استوګنځي په توګه د هغه د رول په نتیجې کې رامنځته شوی دی.
د ښار تاریخي کورونه ځکه ځانګړی ارزښت لري چې هغه څه خوندي کوي چې مذهبي او حکومتي یادګاري ودانۍ ئې ډېری وخت نه شي ساتلی؛یعنې دا ښئي چې شتمنو کورنیو په حقیقت کې څنګه ژوند کاوه، مېلمانه ئې څنګه پالل، سوداګري ئې څنګه کوله او خپله خصوصي نړۍ ئې څنګه تنظیموله.
د ایران د ګرځندوي چارواکو په تبریز کې سلګونه ارزښتمن تاریخي کورونه پېژندلي دي،که څه هم یوازې یوه برخه ئې ساتل شوې او یا ورته دایمي کلتوري کارونه ورکړل شوي دي.
د میراث اړوند څېړنې په تبریز کې د ارزښتمنو زړو کورونو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ښئي چې له هغو کابو ۸۰ کورونو کلتوري کار موندلی یا په یوه نه یوه بڼه د ساتنې تر اقداماتو لاندې راغلي دي. دا موضوع ښئي چې د تبریز معماري تاریخ یوازې د مشهور لوي بازار یا جوماتونو تر کچې نه شي محدودېدلی.
دا تاریخ د کورونو په انګڼو ، برجګَیو، د مېلمنو په تالارونو یا هالونو، رنګینو شیشو لرونکو کړکیو، دخښتو جوړ شوي کوټې او برانډې ، د ځمکې لاندې د اوبو په فضاؤ او د کور د داخلي او بهرنیو برخو په دقیقې جلا کیدا کې هم نغښتی دی.
د دغه تاریخي میراث د وخت پراختیا هم د پام وړ ده. که څه هم د پاتې تاریخي کورونو ډېره برخه د قاجاري پړاؤ پورې تړاو لري، خو تبریز د صفوي او تیموري پړاؤنو د پخوانۍ شاهي معمارۍ یادونه هم ساتلې او یو شمېر داسې ودانۍ هم لري چې له قاجاري دودونو څخه د پهلوي پړاؤ په لور د لېږد څرګندونه کوي.
پایله ئې داسې ځانګړې معماري منظره ده چې په هغې کې اشرافي هستوګنځایونه، سوداګریز کورونه، د باغ ماڼۍ او له سیاسي پلوه مهم کورونه د تاریخي ښار یوه نسبتاً منسجمه برخه جوړوي.
د منځنیو پېړیو د انځورګرۍ پر بنسټ د صاحبآباد باغ او د هشتبهشت ماڼۍ تري ډي( D 3 )انځور
د تبریز شاهي ماڼۍ او باغونه
کیسه د تبریز له شاهي باغونو او ماڼیو څخه پیلېږي؛ له هغو څخه ډېری اوس له منځه تللي، خو د ښار د معماري کلتور د درک لپاره لا هم ډېر مهم دي.
له مشهورو بېلګو څخه ئې د تبریز د هشتبهشت ماڼۍ وه چې د آققویونلو له واکمن سلطان یعقوب او د صاحبآباد شاهي باغ سره تړاو لري.
تاریخي مخینه داسې یوه ډېره سینګار شوې ماڼۍ انځوروي چې په اتو برخو وېشل شوې وه او همدا جوړښت د دې ودانۍ د مشهور نوم «هشتبهشت» د رامنځته کېدو لامل شوی و.
د اصفهان پوهنتون د صفوي مطالعاتو مرکز څېړنه ټینګار کوي چې د تبریز هشتبهشت یوازې د ورکې شوې ماڼۍ په توګه نه، بلکې د «هشتبهشت» یا «اته جنتونو» د معماري بڼې د لومړني اظهار په توګه هم مهمه ده؛ هغه بڼه چې وروسته د ایران په نورو معماري چاپېریالونو کې هم ولیدل شوه.
که څه هم دغه ماڼۍ نوره نشته، خو اهمیت ئې په دې کې دی چې څرګندوي ولې د تبریز د باغ په وروستۍ معمارۍ کې د مرکزي او منظم کوشکونو پیاوړی دود رامنځته شو.
بل ورکه شوې شاهي ټولګه عليقاپو وه چې تاریخ یې له صفوي پړاؤ څخه تر قاجاري پړاؤ پورې غځېږي. دغه ټولګه د قاجاري ولیعهدو له هستوګنځایونو سره تړاو پیدا کړ او وروسته بیا ورغول شوه او د شمسالعماره په نوم وپېژندل شوه.
د ۱۹۳۳ کال له اورلګېدنې او وروسته رامنځته شوو زیانونو څخه د پاتې جوړښت ډېره برخه هم له منځه ولاړه او په پاي کې پاتې ټولګه هم ویجاړه شوه.
باغ شمال، یا باغ شهزاده هم په ورته ډول د شاه او شهزادګۍ اړوندو د پرلهپسې ودانیو یوه ټولګه وه چې په ځانګړي ډول د عباس میرزا او قاجاري ولیعهدو په پړاؤ کې ئې پراختیا وموندله.
د دغه باغ له مهمو ودانیو څخه یوه کلاهفرنګي ماڼۍ وه؛ هغه کوشک یا واړه ماڼئ چې تاریخي اهمیت ئې په وروستیو کې د ښاروالۍ د بیارغونې په یوې پروژې کې هم څرګند شوی دی.
اوسمهاله ایرانۍ څېړنې اوسنۍ پروژه د تاریخي باغ د یوې له منځه تللې برخې د جزوي بیارغوَنې هڅه بولي، نه د یوه اصلي او له بدلون پرته پاتې جوړښت د ساتنې پروژه.
سره له دې، دغه ورکې شوې او بیا رغول شوې ودانۍ ځکه مهمې دي چې څرګندوي، په تبریز کې د اشرافي هستوګنیزې معمارۍ دود یوازې تر انفرادي کورونو محدود نه و؛ بلکې پراخ باغونه، د شهزادګانو هستوګنځایونه او تفریحي مجموعې ئې هم په بَر کې نیولې وې.
د قاجاري اشرافو استوګنځایونه او د مقصودیه معماري ټولګه!
په تبریز کې د قاجاري اشرافو تر ټولو غوره پاتې شواهد په داسې کورونو کې لیدل کېږي لکه د امیرنظام کور، د بهنام کور، د ګنجهیيزاده کور او په مقصودیه او ششګلان سیمو کې یو شمېر نور ګاونډي هستوګنځایونه.
امیرنظام کور چې اوس د قاجار میوزیم سره تړاو لري، د قاجاري پړاؤ په ترڅ کې جوړ شوی او په دودیز ډول د حسنعليخان ګروسي له نوم سره ، چې په امیرنظام مشهور ؤ، تړل کېږي.
بهنام کور د پړاؤنو ترمنځ د لېږد بهیر لا ښه څرګندوي. دغه ودانۍ معمولاً د زند د پړاؤ وروستیو او د قاجاري پړاؤ د لومړني پړاو پورې تړل کېږي.
اوس دغه ودانۍ د تبریز د اسلامي هنرونو له پوهنتون سره تړاو لري، لکه څنګه چې په مقصودیه او نوبار سیمو کې یو شمېر نور تاریخي کورونه هم له دغه پوهنتون سره تړاو لري.
ګنجهیيزاده کور د تبریز د استوګنیزې معمارۍ د پرمختګ بل پړاو څرګندوي. د دغې ودانۍ په جوړښتي بڼه کې د قاجاري پړاؤ وروستیو او د پهلوي پړاؤ لومړنیو ځانګړتیاوو ګډ شتون لیدل کېږي.
دغه ودانۍ د یوې مجموعې په توګه ځانګړی اهمیت لري، ځکه د دوی جغرافیایي نږدېوالی لیدونکو او څېړونکو ته دا فرصت ورکوي چې د استوګنیزې معمارۍ بېلابېل ډولونه له یو بل سره پرتله کړي، نه دا چې هر کور د یوه جلا او منزوي اثر په توګه وګوري.
بهنام او ګنجهیيزاده ماڼۍ، له ګاونډیو ګوهریان، صدقیاني، قادکي، جواهریان او غفاریان ماڼیو سره یوځای، اوس د تبریز د اسلامي هنرونو پوهنتون د معماري پوهنځي ملکیت دي.
د ۲۲ زره مربع میټره مساحت لرونکې دغه تاریخي ښاري ټولګه د اسلامي انقلاب د شهید رهبر آیتالله سید علي خامنهيي په مرسته پېرودل شوې او بیارغول شوې ده.
د تبریز سوداګریز کورونه او د سوداګرو کورنیو فرهنګي نړۍ
د تبریز له ځانګړو او سترګو راښکونکو سوداګریزو استوګنځایونو څخه یو هم د «حریري کور» دی چې د قاجار پړاؤ ودانۍ ده.
دا مجموعه جلا جلا بیروني او داخلي انګړونه او دوه اصلي استوګنیز بلاکونه لري؛ داسې جوړښت چې د کور د «بهر » او « داخل » ترمنځ د دودیز وېش څرګندونه کوي.
په دغې ودانۍ کې دوه انګړونه، د ځمکې لاندې د اوبو ډنډ، خښتین برجگی او کاربندي شامل دي؛ په داسې حال کې چې اصلي خونې یې د لرګیو «ارسي» کړکۍ او رنګین شِیشې لري.
د دغې ودانۍ بیارغونه او وروسته یی د ګرځندوی د معلوماتو د مرکز په توګه کارول په تبریز کې د یوه مخ پر ودې مهم بهیر بېلګه ده: تاریخي کورونه کولای شي نوي عام فعالیتونه ترلاسه کړي، پرته له دې چې خپل معماري هویت له لاسه ورکړي.
د نیکدل کور
د نیکدل کور د معمارۍ او سوداګرۍ ترمنځ په ځانګړې توګه په زړه پورې اړیکه رامنځته کوي. دا ودانۍ د سید ابراهیم نیکدل، هغه سوداګر او واردوونکي، ملکیت وه چې د کورنیو وسایلو، په ځانګړي ډول له جاپان څخه د واردېدونکو ګنډلو ماشینونو، له سوداګرۍ سره یې اړیکه لرله.
له همدې امله، د دې کور تاریخ د تبریز د یوه سوداګریز ښار په توګه موقعیت منعکسوي؛ هغه ښار چې شتمنې سوداګریزې کورنۍ یې له نړیوالو سوداګریزو چینلونو او همداراز د اقتصاد له دودیز بازار سره تړلې وې.
د مشروطیت په پړاؤ کې د سیاست او فکري ژوند کورونه
د تبریز هستوګنیزه معمارۍ د سیاسي او فکري ژوند خاطرې هم خوندي کړې دي.
د کوزهکناني کور چې په نړیواله کچه تر ډېره حده د تبریز د «مشروطیت کور» په نوم پېژندل کېږي، په نولسمی پېړۍ کې د حاج مهدي کوزهکناني لپاره جوړ شوی و او وروسته یی د مشروطیت له انقلاب سره په کلکه تړاو پیدا کړ.
له همدې امله د دې کور اهمیت د معمارۍ او سیاسي تاریخ له یوځای کېدو څخه سرچینه اخلي؛ یو شخصي استوګنځای د مشروطیت د فعالانو د ټولېدو په ځای او د ښار د سیاسي ژوند په یوه مهم مرکز بدل شو.
د تبریز هغه کورونه چې د مشروطیت له پړاؤ سره تړاو لري، د علي مسیو او ستارخان په څېر له شخصیتونو سره اړوند هستوګنځایونه هم په بر کې نیسي.
د علي مسیو کور په دودیز ډول د تبریز د مشروطیت د غورځنګ له یوه مخکښ شخصیت سره تړاو لري.
خو د ستارخان د اوسني کور په اړه باید په بیان کې لا ډېر احتیاط وشي. د ایران د ګرځندوی سرچینې یادونه کوي چې اوسنی ثبت شوی ودانۍ د پهلوي پړاؤ ده او باید په ساده ډول د قاجار د پړاؤ هغه بېبدله هستوګنځای ونه بلل شي چې ستارخان پکې اوسېد .
د دې کور تاریخي ارزښت تر ډېره حده له ستارخان او د مشروطیت له مبارزې سره په تړاو کې نغښتی دی.
د کلانتري، سلماسي او نورو مهمو تاریخي هستوګنځایونو کورونه
پاتې تاریخي کورونه د تبریز تاریخي انځور د تر ټولو مشهورو یادګاري ودانیو څخه هم پراخوي.
د کلانتري کور او باغ د ابراهیمخان شرفالدوله کلانتري ملکیت و؛ هغه د ایران د لومړنۍملي شورا په لومړي پړاؤ کې د تبریز استازی و.
د دې کور معماري ځانګړتیاوې داسې توصیف شوې دي چې د قفقازي معماري اغېز پکې لیدل کېږي. دا موضوع د پراخو معماري تبادلو انعکاس دی چې د تبریز د جغرافیایي موقعیت او له قفقاز سره د پراخو اړیکو له امله یې پر ښار اغېز کړی و.
د سلماسي کور چې له قاجاری پړاؤ سره تړاو لري او وروسته د ښار د «اندازې او پیمانې میوزیم» باندی بدل شوی، د تاریخي ودانیو د مناسب بیاکارونې یوه بله بېلګه وړاندې کوي.
د دې کور انګړچورلیزه جوړښت او دوهپوړیزه طرحه ښيي چې دودیز کور څنګه کولای شول هم کورني فعالیتونه او هم وروسته اداري او بنسټیز فعالیتونه ځای کړي.
د امیرپرویز په تاریخي کور کې جوړ شوی «د غږ میوزیم» هم د دې یوه ځانګړې په زړه پورې بېلګه ده چې څنګه یو نسبتاً وروستی استوګنیز تعمیر په یوه تخصصي فرهنګي بنسټ بدل شوی دی.
دا کور د پهلوي پړاؤ پورې اړه لري، که څه هم د معماري ځانګړتیاوو څېړنې یې د قاجار د وروستیو کلونو له دودونو څخه د پهلوي پړاؤ لومړیو ته د انتقال انعکاس هم بولي.
د دې ودانۍ خښتیز جوړښت، دوهپوړیز تنظیم، انګړ او ځانګړي بالکونونه د قاجار دپړاؤ له لا مجللو او پراخو اشرافي استوګنځایونو سره یو ګټور توپیر رامنځته کوي.
په عین حال کې، د عرفالملک کور د میراث د ثبت د موضوع پېچلتیا هم څرګندوي. په ځینو مو ردونو کې هغه څه چې د میراث په توګه خوندي کېږي، کېدلی شي د یوه تاریخي لوي ملکیت پاتې شوې مخنما، دروازه یا یوازې یوه ځانګړې برخه وي، نه دا چې ټوله ودانۍ په بشپړه توګه له هر ډول بدلون پرته پاتې شوې وي.
د میراث ثبت او د تاریخي ودانیو بیاکارونه
د تبریز کورونه او ماڼۍ په ګډه د ښار د بدلون یو اغېزناک معماري آرشیف جوړوي؛ داسې بدلون چې تبریز یې له یوی منځنيپېړۍ او لومړني اوسمهاله سیاسي مرکز څخه د قاجار د ولیعهد اصلي استوګنځي او وروسته یوه عصري ولایتي ستر ښار ته رسولی دی.
هر تاریخي کور په خپل ذات کې ارزښت لري، خو د دغو ودانیو تر ټولو ستر اهمیت هغه مهال څرګندېږي چې د ششګلان، مقصودیه او د تاریخي بازار شاوخوا سیمو په څېر د تاریخي محلو د برخو په توګه وپېژندل شي.
په دغو کورونو کې د انګړونو تکراري کارونه، د «داخلی » او «بهرنيو» برخو وېش، آرسي کړکۍ، رنګینې شیشې، خښتيزبرجگی یا طاقونه، کاربندي، د حوض یا د اوبو ډنډ فضاوې، د مېلمنو د هرکلي تالارونه او کرل شوي باغونه د یوې منسجمې سیمهییزې معماري دود ښکارندويي کوي؛ یعنې دا یوازې له یو بل سره بېاړیکې معماري عجایب نه دي.
په عین حال کې، د دغو ودانیو توپیرونه د بدلېدونکو شرایطو تاریخ هم ثبتوي: شاهي ملاتړ په لویو باغي ماڼیو کې څرګندېږي؛ سوداګریزه شتمني د حریري او نیکدل په څېر کورونو کې لیدل کېږي؛ سیاسي تاریخ په کوزهکناني او علي مسیو کورونو کې نغښتی دی؛ او فرهنګي ژوند په هغو ودانیو کې ژوندی پاتې دی چې اوس د موزیمونو او ښوونیزو بنسټونو په توګه کارول کېږي.
د هر هغه چا لپاره چې غواړي تبریز د خپل مشهور تاریخي بازار له محدودې ساحې څخه ورهاخوا وپېژني، دغه تاریخي استوګنځایونه ښايي د ښار تر ټولو صمیمي او ژور انځور وړاندې کړي. دا کورونه د واکمنانو، سوداګرو، اصلاحغوښتونکو، هنرمندانو او د هغوی د کورنیو د ژوند اسناد دي؛ داسې اسناد چې په یوه ستره او واحده یادګاري ودانۍ کې نه، بلکې د تاریخي ښاري جوړښت په منځ کې د یو بل سره تړلو کورونو او انګړونو په یوه پراخه شبکه کې تر نن ورځې پورې خوندي پاتې دي.
ژباړن (سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************************************