-
رویټرز: د ایران دقیقو بریدونو د امریکا د جګړې پلان ګډوډ کړ
Oct 16, 2026 12:21پارس ټوډی ـ رویټرز په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران دقیقو بریدونو د خلیج فارس په هېوادونو کې د امریکا اړوندې زیربناوې له کاره وایستلې او د واشنګټن د جګړې پلانونه یې ګډوډ کړل.
-
غریب ابادي: ایران جنګ غواړی نه دی، خو هر تیري ته به پریکنده ځواب ورکړي
Oct 16, 2026 04:22پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي ویلي: ایران د تېري پر وړاندې د ملګرو ملتونو د منشور د یوپنځوسمې مادې له مخې له خپل جایز دفاعي حق څخه کار اخیستی دی. ایران جنګ غواړی نه دی خو هر تېري ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
-
هرمز تنګی تړلی دی؛ تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي
Oct 15, 2026 14:28پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ټینګار کړی چې هرمز تنګی تړلی دی او له دغه تنګي څخه هر ډول تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر دغې سیمې بشپړ کنټرول او څارنه لري.
-
امریکا پر هسپانوي بېړیو د هر سفر لپاره د دوه لکه ډالرو مالیاتو اخستو وړاندیز کړی
Oct 15, 2026 13:56پارس ټوډې – د امریکا د سمندري سوداګرۍ فیډرالي کمیشن پر هسپانیا تور پورې کړی چې د امریکا بیرغ لرونکو بېړیو ته ئې د دغه هېواد بندرونو ته لاسرسی محدود کړی دی. دغه کمیشن وړاندیز کړی چې د هسپانیا د بیرغ لرونکو بېړیو پر هر سفر ۲۰۰ زره ډالره محصول ولګول شي او د دغه اروپائي هېواد پر ځینو وارداتي توکو هم محدودیتونه وضع شي.
-
د ایران پر ملکي وګړو د بریدونو په اړه د امریکا په کانګرس کې راپورته شوې اندېښنې(سیاسی تبصره)
Oct 15, 2026 13:19د ایران په ضد د امریکا د جنګ په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د امریکا د کانګرس د لسګونو غړو وروستي اعتراضونه ښئي چې د جنګ انساني لګښتونه یوازې د جنګ په ډګر پورې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې د امریکا په سیاسي او حقوقي بنسټونو کې ئې هم جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
-
سردار عظمایي: د امریکايي بېړیو د ډوبَولو لپاره شېبې شمېرو
Oct 14, 2026 06:21د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.
-
عربستان د آرامکو د تېلو پر چاڼځای د یمني ځواکونو د توغندي لګېدل ومنل
Oct 14, 2026 05:40د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ادعا وکړه چې د آرامکو شرکت یوه اداري ودانۍ په نښه شوې او له امله ئې «محدود اورلګېدنه» رامنځته شوې ده.
-
ایران کې د انګلستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
Oct 14, 2026 05:34د انګلستان د لوړپوړو چارواکو له خوا د فیرفورډ پوځي اډې د ادعا شوې پېښې په تړاو پر ایران د بېاساسه تور لګولو په غبرګون کې، په تهران کې د انګلستان سفیر هوګو شورټرپرون د سېشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د برخې د مرستیال وزیر او عمومي مدیر له خوا احضار شو.
-
یحیی سریع: «آرامکو» پوځي ټارګټ دی؛ له دغې سیمې لیرې شئ
Oct 14, 2026 05:19پارسټوډې ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویندوي د عربستان د آرامکو شرکت کارکوونکو او سعودي ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د دغه شرکت شاوخوا سیمې دې خالي کړي، ځکه چې دا ځای پوځي هدف ګڼل کېږي.
-
د ټرمپ ګواښونه د هغه د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده
Oct 14, 2026 05:14پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل چې د ایران پر وړاندې په وروستي جنګ کې پر ناکامۍ سربېره، د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونه د امریکا د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده.