سردار عظمایي: د امریکايي بېړیو د ډوبَولو لپاره  شېبې شمېرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179920-سردار_عظمایي_د_امریکايي_بېړیو_د_ډوبَولو_لپاره_شېبې_شمېرو
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو  د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.
(last modified 2026-10-14T01:53:56+00:00 )
Oct 14, 2026 06:21 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسدارانو د سمندری ځوا ک قوماندان سردار عظمایی
    د سپاه پاسدارانو د سمندری ځوا ک قوماندان سردار عظمایی

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان سردار علي عظمایي لومړنۍ ټیلوېژني مرکې کې  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکائي جنګي بیړیو  د سمندر تر لاندې د ډوبولو لپاره شیبې شمیرو.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک  قوماندان سردار علي عظمایي په خپله لومړنۍ ټلوېزیوني مرکه کې څرګنده کړه: که امریکایان فکر کوي چې  هرمز تنګی خلاص دی، نو  رانږدې  دې شي؛ مونږ د امریکايي جنګي بېړیو د ډوبولو لپاره  شېبې شمېرلو.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان وویل:  د امریکا هغه ۱۳ میلیارډ ډالري جنګي بېړۍ بې‌ګټې شوې او له هرمز  تنګي څخه ۷۰۰ کیلومیتره لیرې شوې ده، ځکه جرائت نه لري چې  هرمز تنګي ته نږدې شي.

سردار عظمایي څرګنده کړه:  مونږ په تمه یو چې امریکايي جنګي بېړۍ د هرمز تنګي ورودۍ ته نږدې شي، څو  په سمندر کې ئې ډوبې  کړو. مونږ شېبه په شېبه ورځې شمېرلو، څو دا پېښه رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې امریکایانو او په سیمې کې د هغوی شریکانو د رسنیو چوپتیا رامنځته کړې ده، څو د نړۍ خلک خبر نه شي چې سرغړوونکې بېړۍ سزا کېږي.

هغه  وویل: «له همدې امله مونږ د سرغړوونکو بېړیو د سزا کولو دوه مثالونه خپره کړي دي.