یحیی سریع: «آرامکو» پوځي ټارګټ دی؛ له دغې سیمې لیرې شئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179912-یحیی_سریع_آرامکو_پوځي_ټارګټ_دی_له_دغې_سیمې_لیرې_شئ
پارس‌ټوډې ـ د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویندوي د عربستان  د آرامکو شرکت کارکوونکو او سعودي ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د دغه شرکت شاوخوا سیمې دې خالي کړي، ځکه چې دا ځای پوځي هدف ګڼل کېږي.
(last modified 2026-10-14T00:51:20+00:00 )
Oct 14, 2026 05:19 Asia/Kabul
  • د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع
    د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع

پارس‌ټوډې ـ د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویندوي د عربستان  د آرامکو شرکت کارکوونکو او سعودي ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د دغه شرکت شاوخوا سیمې دې خالي کړي، ځکه چې دا ځای پوځي هدف ګڼل کېږي.

د پارس‌ټودې د راپور له مخې، چې د مهر خبري اژانس په حواله خپور شوی،راغلي دي ، د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د سعودي په مشرۍ ائتلاف له خوا په صنعا کې د یمن د ملي تیلی شرکت د محوطې د خالی کولو د خبرداري په غبرګون کې یو پیغام خپور کړ.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو په هغې اعلامیې کې، چې یحیی سریع پر ټولنیزو چینلونو کې  خپره کړې، راغلي دي:

«مونږ د آرامکو دتیلي شرکت اړوندو تأسیساتو په شاوخوا کې ټولو کارکوونکو او ملکي وګړو ته خبرداری ورکوو چې دغه سیمه پرېږدي او ترې لیرې ووسي، ځکه چې دا زموږ د ځواکونو لپاره پوځي هدف دی.»

په اعلامیې کې زیاته شوې ده: د یمن وسله‌وال ځواکونه یو ځل بیا د سعودي عربستان د تیلو په ټولو تأسیساتو کې ټولو کارکوونکو، متخصصانو، انجنیرانو او مزدورانو ته خبرداری ورکوي چې له هغو سیمو څخه لیرې  شي چې زمونږ د ځواکونو لپاره هدف ګڼل کېږي، څو خپل ژوند له خطرې سره مخ نه کړي.