د ټرمپ ګواښونه د هغه د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده
-
د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) مرستیال مشر حمیدرضا حاجيبابايي
پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل چې د ایران پر وړاندې په وروستي جنګ کې پر ناکامۍ سربېره، د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونه د امریکا د بېوسۍ او لالهاندۍ نښه ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر حمیدرضا حاجيبابايي د ایران پر وړاندې په وروستي جنګ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ناکامۍ سره سره د هغه ګواښونه د امریکا د بېوسۍ نښه وبلله.
هغه وویل: «هغه هېواد چې د خپل قدرت ادعا کوي او د کوم اقدام د ترسره کولو توان لري، نو ګواښونو ته اړتیا نه لري؛ خو امریکا چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په جنګ کې ناکامه شوې، لا هم خپلو ګواښونو ته دوام ورکوي.
هغه د امریکا ستراتیژۍ ناکامې وبللې او زیاته ئې کړه: «امریکا د ایران پر وړاندې په تپل شوي جنګ کې تمه درلوده چې متحدین به ئې ورسره ملګري شي، خو هغوی د ټرمپ له اقداماتو سره له همکارۍ ډډه وکړه. دا کړنلاره ښئي چې امریکا په سیمې کې په خپلو اقداماتو کې یوازې پاتې شوې او له ستونزو سره مخ ده.»
د هغه په وینا، د امریکا یوازیتوب او د مقاومت د جبهې ټینګه درېدا په پای کې د عراق له خاورې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لامل شوه او په یقیني ډول به امریکايي ځواکونه د سیمې له نورو هېوادونو څخه هم وایستل شي.
حاجيبابايي ټینګار وکړ: «ټرمپ په تېر یو کال کې له ایران څخه د ماتې خوړلو له امله، په حقیقت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت او اقتدار پر وړاندې لفظي تبلیغاتو او تشو خبرو ته مخه کړې، څو هغه ماتې پټه کړي چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو او ولس له خوا ور اوښتې ده.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید پوهه شي چې د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې له مقاومت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ له یووالي پرته بله لار نشته.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا په وروستیو جګړو کې وښودله چې د سیمې د هېوادونو د امنیت د تأمینولو توان نه لري او د هغوی د امنیت لپاره مناسب انتخاب نه ده.
د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل چې امریکا یوازې د خپلو وګړو د امنیت په لټه کې ده او غواړي د سیمې د هېوادونو د تېلو په نیولو سره شتمني ترلاسه کړي.