امریکا لومړۍ د افغانستان په کونړ ولایت کې ماتې خوړلې وه
زمونږ خبریال راپور راکړی کونړ د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې امریکايي اشغالګرور پکې د نورو سیمو په پرتله لومړی ماتې خوړلې ده.
د دې ولایت هر سیمه د دغو اشغالګرو ځواکونو د ظلمونواو تېریو کیسې لري.
شولتن په کونړ ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د کونړ د نورو غرنیو سیمو د خلکو په څېر، د امریکايي اشغالګرو د شپنیو عملیاتو او د ملکي وګړو د وژل کېدو ترخې خاطرې لري.
شاکر الله د شولتن ولسوالۍ د سنو کلي اوسېدونکی دی.
نوموړی وایي، د امریکايي اشغالګرو په دوو بېلابېلو شپنیو عملیاتو کې یې د خپلې کورنۍ نږدې څلوېښت غړي له لاسه ورکړي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل وو.
شاکر الله د خپلې کورنۍ د غمجنې کیسې د یوې برخې په بیانولو کې وایي، یو کاکا یې چې له کوچنیوالي یې خبرې نه شوې کولای، هغه مهال چې امریکايي ځواکونه د شپې د دوی کور ته ورغلل، د پنجابي یا عرب ګومان یې پرې وکړ او سخت یې شکنجه کړ.
د هغه په وینا، کله چې امریکايي اشغالګر پوه شول چې نوموړی خبرې نه شي کولای، په ډزو یې وواژه.
د شاکر الله د کور تر څنګ یوه هدیره ده چې د هغه د کورنۍ غړي پکې په ډلهییز ډول ښخ شوي دي.
دا هدیره یوازې د مړیو د ښخولو ځای نه دی، بلکې د نوموړي د کورنۍ د غمجنې کیسې او د له لاسه ورکړل شویو عزیزانو د یاد نښه هم ده.
شاکر الله وایي، هر ځل چې هدیرې ته ورځي، د کورنۍ ټول غړي یې سترګو ته درېږي.
سیدآغا جان، چې د دې غمجنې کورنۍ نږدې خپلوان دی، وایي، د ده کور ته د تګ لاره له همدې هدیرې تېرېږي؛ خو کله چې هلته ورسېږي، سترګې پټوي او ترې تېرېږي. د هغه په وینا، د خپلو خپلوانو په مرمیو سوري شوي او په وینو لړلي جسدونه یې سترګو ته درېږي.
سلامت خان، د سیمې یو بل اوسېدونکی، وایي، د امریکايي اشغالګرو له هغو شپنیو عملیاتو وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، تر یوې میاشتې پورې داړونکو ژوو او مرغانو د انسانانو وجود غوښې خوړې.
د کونړ ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مرستیال، مولوي برهانالدین بهار، وایي، په کونړ کې د امریکايي اشغالګرو د شل کلن حضور پر مهال شاوخوا پنځه زره ملکي وګړي وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو وژل شویو کسانو له کورنیو څخه شاوخوا دولس زره کونډې او یتیمان پاتې دي، چې اوس یې سرپرستي د حکومت پر غاړه ده.
که څه هم په افغانستان کې د امریکا پوځي اشغال پای ته رسېدلی او خلکو د ارام ساه اخیستې، خو هغه کورنۍ، چې د امریکايي اشغالګرو په عملیاتو کې یې خپل غړي له لاسه ورکړي، لا هم په زړونو کې درد او د دغو اشغالګرو پرخلاف کرکه اونفرت لري.