پنجاب کې ترافیکي پېښې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
Oct 13, 2026 10:40 Asia/Kabul
په پاکستان کې ریل ګاډۍ د ریل پټلۍ څخه وتلی، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه نن سهار پنځه بجې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې شوې، چې د یو شمېر ټپيانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.
یاد اورګاډی له کراچۍ څخه پېښور ته روان و او د یادې پېښې د رامنځته کېدو په اړه څېړنې پیل شوي دي.
ټیګونه