-
د جمهوريپالو د ماتې وېره؛ جنګ او انفلیّشن او د ټرمپ دکیمپ لړزانتیه (سیاسی تبصره)
Oct 17, 2026 15:00پارس ټوډې — په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس د نومبر د دریمې نېټې منځمهاله ټاکنو ته له درو اوونیو هم لږ وخت پاتې دی، ددغه هیواد ملي کچې په نظرپوښتنو کې ډیموکراټان له جمهوريپالو کابو ۹ فیصدو پورې مخکې دي. د جمهوريپال ګوند مشران په خصوصي ناستو کې تمه لري چې د کانګرس کنټرول به له لاسه ورکړي.
-
ایران غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره ټرانزیټي اړیکې پراخې کړي
Oct 17, 2026 14:20د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیرې همداراز د دې امکان یادونه کړې، چې د ایران د اوسپنې پټلۍ کرښه د قرغزستان تر پولې پورې وغځول شي.
-
ایران او افغانستان دې د مصنوعي ځیرکتیا له مصرف څخه تولید ته مخه کړي
Oct 17, 2026 14:01د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نړیواله سیالي مخ پر پراختیا ده او ایران او افغانستان باید یوازې د نورو هېوادونو د لاسته راوړنو پر مصرفولو بسنه ونه کړي، بلکې د علمي وړتیاوو په پیاوړتیا او د نوې ټکنالوجۍ په تولید کې هم فعاله ونډه واخلي.
-
د افغانستان د طالبانو هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي
Oct 17, 2026 13:14د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ او نشهايزو توکو د قاچاق پر وړاندې د دافغانستان د طالبانو د حکومت هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي.
-
ډیپلوماسي او د کړکېچونو کمول د منځني ختیځ د ترینګلتیاؤ حل لارې دي
Oct 17, 2026 13:03د پاکستان د پوځ د سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل او د فلسطینیانو په ملاتړ کې ئې د پاکستان د خلکو پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ. هغه وویل: د اسلاماباد تفاهملیک او د مکې تړون زمونږ ډیپلوماټیکې ژمنتیا څرګندوي او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو پر اړتیا ټینګار کوي.
-
الجزیره: روسیه د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي
Oct 17, 2026 06:24د الجزیرې د راپور له مخې، روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې چټکې کړې دي.
-
د عربستان د هوايي دفاع تشه؛ ولې د یمن توغندي د دغه هېواد دفاعي سیستمونه ننګوي؟
Oct 15, 2026 15:01پارس ټوډې - د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د یمن د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په برخې کې راپور شوې ناکامي، د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي. د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو د دغو بریدونو د لاملونو معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي؛ هغه بریدونه چې د ریاض نړیوال هوائي ډګر پشمول مهمې سیمې ئې اغېزمنې کړې او د مرګژوبلو راپورونه هم ورسره تړل شوي دي.
-
هرمز تنګی تړلی دی؛ تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي
Oct 15, 2026 14:28پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ټینګار کړی چې هرمز تنګی تړلی دی او له دغه تنګي څخه هر ډول تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر دغې سیمې بشپړ کنټرول او څارنه لري.
-
په عربستان کې د ټینس نړیوالې سیالۍ وځنډېدې؛د عربستان پر سپورټي فعالیتونو هم جنګ اغیزې شیندلي
Oct 15, 2026 14:16پارس ټوډې – د سعودي عربستان له خوا پر بریدونو د یمن د وسلوالو ځواکونو له غبرګون او د امنیتي انديښنو له زیاتېدو وروسته، د عربستان په ریاض کې د ټینس نړیوالې سیالۍ له اکتوبر څخه دسمبر ته وځنډول شوې. همدارنګه، د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو د فوټبال جام د یوه کال ځنډولو احتمال هم مطرح شوی دی.
-
د ایران او پاکستان د مرکزي بانکونو مشرانو لیدنه؛ د اقتصادي اوتجارتي ملګرتیاو پراختیا
Oct 15, 2026 14:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د چهارشنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمېنې بانکوک کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډې کې د پاکستان د مرکزي بانک له مشر جمیل احمد سره وکتل او ورسره ئې خبرې اترې وکړې.